۲۴/۹/۱۳۹۸
خوږياڼو او غازي اباد ته د سيمه ييزې اردو دوه ټولې تر روزنې وروسته فارغ او خپلو سيمو ته د دندې په موخه ولېږل شول.
د ۲۰۱ سيلاب قول اردو له لوري د ننګرهار په خوږياڼو او د کونړ په غازي اباد ولسواليو کې د دندې تر سره کولو په موخه د سيمه ييزې اردو دوه ټولي، چې ۲۴۲ منسوبين په کې دي تر څلور مياشتو زده کړو وروسته د مراسمو په ترڅ کې فارغ او ژر به په خپلو سيمو کې دندې پيل کړي.
په همدې موخه د جوړو شويو مراسمو پر مهال د ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان تورنجنرال عبدالهادي ترين وويل، چې يادې قول اردو ته د سيمه ييزې اردو څلرويشت ټولي منظور دي، چې شل يې عملاً د مسئوليت په ساحو کې دندې تر سره کوي، دوه يې نن فارغ شول او دوه نور تر روزنې لاندې دي.
نوموړي زياته کړه، چې د سيمه ييزې اردو منسوبين يې په معتبر ضمانت له خپلو سيمو څخه جذب کړي، چې په پلازمېنه کابل او ۲۰۱ سيلاب قل اردو کې ورته د څلورو میاشتو مسلکي، عملي او نظري زده کړې ورکړل شوي دي.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې د خوږياڼو لپاره د سيمه ييزې اردو په فارغيدو سره په دې ولايت کې يولس ټولي پر دندو ګمارل شوي دي، چې د دې ولايت په بېلابېلو سيمو کې په برياليتوب سره دندې تر سره کوي.
نوموړي زياته کړه، چې د سيمه ييزې اردو ګمارنه په دې موخه بريالۍ ده، چې د سيمې خلکو په مشوره د سيمې ځوانان په خپله سيمه کې په ملي روحيه دنده تر سره کوي او له يادې چارې څخه يې موخه په دې ولايت کې امنيتي ساحو کې د لا پراخوالي رامنځته کول دي.
د ننګرهار والي ډاډ ورکړ، چې د داعش وسله والو په څېر به نورې ډلې هم لمنځه يوړل شي او د شيرزادو او حصارک ولسوالۍ به هم ډېر ژر بشپړ امن شي.
په خوږياڼو کې د ګمارل شوي ټولي قوماندان رفيق الله او يو سرتيري طارق خان وويل، چې په ملي روحيه يې روزنه شوې او د خپلې سيمې امنيت په ټینښګت کې به لازمې هڅې تر سره کړي.
د يادو ټوليو په فراغت غونډه کې د ننګرهار او کونړ د ملکي او امنيتي ادارو مسئولينو ګډون کړی و.
۲۴/۹/۱۳۹۸
ننګرهار والي ادارو ته د بهرنيو اسعارو سره د داخليدو مخنيوي کمپاين پيل کړ
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل له خپل ځان او همکارانو څخه ادارو ته د بهرنيو اسعارو سره ننوتو مخنيوي کمپاين پیل کړ، چې په ټولو ادارو کې به په مامورينو او مشتريانو تطبيق شي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د سهار په اوو نيمو بجو د ولايت مقام په دروازه کې له خپل ځان او همکارانو څخه ادارو ته د کلدارو او نورو اسعارو وړلو مخنيوي کمپاين تر سره کړ.
امنيتي مسئولينو د ولايت په دروازه کې د ټولو مامورينو جيبونه وکتل او هغه کسان، چې د کلدارو او نورو بهرنيو اسعارو سره راغلي و بېرته ستانه شول، ترڅو افغانيو سره دفتر ته راشي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې له دې وروسته ادارو ته د مامورينو او مشتريانو کلدارو او او نورو بهرنيو اسعارو سره داخليدل منع دي.
هغه زياته کړه، چې د افغانيو بشپړ دودولو په موخه يې په پراخه کچه کمپاين پيل کړی، چې پر ټولو به يو ډول پلی شي او سرغړونکو سره به د قانون له مخې چلند تر سره شي.
۲۴/۹/۱۳۹۸
تورخم بندر کې د سوداګريزو چارو او مسافرينو ته د سهولت رامنځته کېدو په موخه ناسته وشوه
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار يوناما دفتر کې په تورخم ښارګوټي کې د سوداګرۍ، تګ راتګ او مسافرينو ستونزو حل په موخه ګډه ناسته وشوه.
په دې ناسته کې د ولايت مرستیال تميم عارف مومند وويل، چې تورخم يو له مهمو سوداګريزو ښارګوټو څخه دی، چې ولايتي اداره ورته پوره پاملرنه لري او د سوداګرۍ او مسافرينو تګ راتګ په برخه کې به لازم سهولتونه په کې رامنځته شي.
نوموړي وويل، چې په تورخم کې د ترمينل چارې عملاً روانې دي، د دغه ښارګوټي په وچ بندر بدليدو، د ياد ښارګوټي پراختيا، سولري برېښنا رامنځته کېدو او مسافرينو ته د پاکستانۍ ويزې او نورو برخو کې د سهولتونو رامنځته کېدو په موخه په مرکزي او ولايتي کچه هڅې روانې دي.
په دې ناسته کې د تورخم ښاروال، ګمرک مدير او نورو مسئولينو په ياد ښارګوټي کې د رامنځته شويو سهولتونو په اړه معلومات وړاندې کړل او همدا راز په يو شمېر برخو کې يې وړانديزونه وکړل.
په ختيځ کې د يوناما دفتر مشرې ناهيد ابو عکر ژمنه وکړه، چې په ياد ښارګوټي کې به د سهولتونو رامنځته کېدو په موخه دغه ډول ناستې زياتې کړي، چې د ستونزو په حل کې به په همغږۍ همکاري تر سره کړي.
په دې ناسته کې يو شمېر نارينه او ښځينه سوداګرو، قومي مخورو او نورو هم ګډون کړی و.
۲۴/۹/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې د افغانيو ترويج په موخه د وړو افغانيو وېش کمپاين پيل شو
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار کې د ولايت مرستیال تميم عارف مومند په مشرۍ د افغانستان بانک او اړونده ادارو مسئولينو د افغانيو بشپړ چلند په موخه د وړو افغانيو وېش کمپاين پيل کړ.
د دې کمپاين په ترڅ کې د ولايت مرستيال او د ګډ کميسون غړو په ښار کې پر يو شمېر هټيوالو وړې افغانۍ وويشلې او ورته يې سپارښتنه وکړه، چې د پلور او پېر پر مهال يواځې افغانۍ وکاروي.
د افغانستان بانک امر احمدزي توحيديار وويل، چې وړې او غټې افغانۍ يو ډول ارزښت لري او هيڅوک نشي کولی، چې ترمنځ يې په خپل سر توپير رامنځته کړي او سرغړونکو سره يې د قانون له مخې د چلند تر سره کولو خبرداری ورکړ.
ګډ کميسون به په جلال اباد ښار کې د دې کمپاين په ترڅ کې پر هټيوالو وړې افغانۍ وويشي او همدا راز هټیوال کولی شي، چې افغانستان بانک څخه هم وړې افغانۍ ترلاسه کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ ننګرهار والي د افغانيو بشپړ چلند په موخه بېلابېلو قشرونو سره غونډه وکړه او نن يې دولتي ادارو ته د کلدارو او نورو بهرنيو اسعارو سره د مامورينو او مشتريانو په ورتګ بنديز ولګوه.
۲۴/۹/۱۳۹۸
د بټي کوټ او شينوارو ولسوالانو د خپلو کړنو په اړه معلومات شريک کړل
ننګرهار ولايت بټي کوټ او شينوارو ولسوالانو او ښاروالانو د ليندۍ په ۲۴مه د ولایت رسنيو دفتر کې د يو خبري کنفرانس په ترڅ کې ولسونو سره د خپلو کړنو په اړه معلومات شريک کړل.
د بټي کوټ ولسوال عبدالوهاب مومند وويل، چې په دې ولسوالۍ کې بشپړ امنيت رامنځته شوی او هره ورځ ورته له بېلابېلو سيمو څخه سلګونه کسان د سياحت په موخه راځي.
نوموړي وويل، چې سږکال په دې ولسوالۍ کې د ۲۴۳ ميليونه افغانيو په لګښت د پوهنې، کرنې، روغتيا، پاکو اوبو، کاريزونو، کانالونو، سربندونو، مساجدو جوړولو پروژې بشپړې شوي او يو شمېر پروژې تر کار لاندې دي، چې ډېر ژر به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
هغه زياته کړه، چې سږکال يې ښاروالۍ نږدې اووه میليونه افغانۍ عوايد درلودل، چې د هوايي پُل، کټارو، ګلدانونو، سړکونو ترميم، يو چوک او دوو پارکونو جوړولو او بازار ته د برېښنا او اوبو ورکړې په برخه کې يې په لګښت رسولي دي.
د بټي کوټ ولسوال وايي، چې په ياده سيمه کې يولس سړکونه، لسګونه استنادي ديوالونه، اتلس ښوونځيو ته د ودانيو جوړولو او د روغتيا او يو شمېر نورو برخو کې اړتياوې شتون لري، چې په ۹۹ يم کال کې په پلان کې نيول شوي دي.
د شينوارو ولسوال معلم معشوق وويل، چې په دې ولسوالۍ کې د پوهنې، روغتيا، کرنې، پاکو اوبو ته د لاسرسي او يو شمېر نورو برخو کې د ۱۲۰ ميليونه افغانيو په لګښت پروژې بشپړې شوي او ګڼ شمېر نورې تر کار لاندې دي، چې په نږدې وخت کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
نوموړي زياته کړه، چې د شينوارو ښاروالۍ سږکال پنځه ميلیونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي، چې د ولسوالۍ په بازار کې يې د پاکۍ، بيا رغونې او يو شمېر نورو اړينو برخو کې په لګښت رسولي دي.
دی وايي، چې په دې ولسوالۍ کې بېلابېلو موسسو له لوري زرګونه کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته شوې او همدا راز د دولس سوه تخريب شويو کورونو سروې شوې، چې په نږدې وخت کې به ورغول شي.
د شينوارو ولسوال وايي، چې په دې ولسوالۍ کې بشپړ امنيت دی، انکشاف ته زمينه برابره ده او په ۹۹ يم کال کې به د پلان له مخې په بېلابېلو برخو کې مهمې پروژې په کې پلې شي.
۲۴/۹/۱۳۹۸
ننګرهار منيه قوماندان د امنيت ټينګښت په موخه د حوزو او ماموريتونو مسئولینو سره ناسته وکړه.
ننګرهار ولايت امنيه قوماندان سمونوال ايميل نيازي د حوزو او ماموريتونو مسئولينو سره په ښار کې د ډاډمن امنيت رامنځته کېدو او قانون تطبيق په موخه ناسته وکړه.
نوموړي مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې په ښار او شاوخوا سيمو کې پلې او موټر داره ګزمې او پلټنې زياتې کړي.
ده همدا راز مسئولينو ته په چيک پواينټوو کې د ښې تالاشۍ او د شک پر مهال د اشخاصو په فزيکي ډول تالاشي کولو سپارښتنې هم وکړې.
امنيه قوماندان همدا راز د عامه نظم تنظيم، غير قانوني کړنو مخنيوي او قانون تطبيق په برخه کې مسئولينو ته د جدي اقداماتو سپارښتنې وکړې، چې مسئولينو له لوري ورته د اجراتو ډاډ ورکړل شو.
۲۴/۹/۱۳۹۸
جلال اباد ښار امام بخاري مدرسه کې د قرانکريم اتو حافظانو ته د فضيلت پګړۍ وتړل شوې
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار امام بخاري مدرسه کې د قرانکريم اتو حافظانو ته د يوې غونډې په ترڅ کې د فضيلت پګړۍ وتړل شوې او ورته د برياليتوب هيله وشوه.
په دې غونډه کې د کار ټولنيزو چارو رئیس عبدالحکيم شيرزاد د قرانکريم حافظانو ستاينه وکړه، چې په کم عمر کې يې د الله پاک مقدس کتاب حفظ کړ.
هغه د مدرسو او روزنتونونو زده کوونکو ته ډاډ ورکړ، چې د زده کړو او روزنې په برخه کې به ورته لازم سهولتونه رامنځته کړي.
په ورته وخت کې د بېلابېلو روزنتونونو له لوري ذهني سيالي او تفريحي پروګرامونه هم تر سره شول، چې يو شمېر زده کوونکي په ډاليو وستايل شول.
۲۴/۹/۱۳۹۸
د کامې شپږ ګاڼۍ په څلرویشت ساعتونو کې نږدې دوه زره کیلو ګرامه ګوړه بازار ته وړاندې کوي.
ننګرهار ولایت کامې ولسوالۍ کې د ګوړې جوړولو شپږ ګاڼۍ شتون لري،چې په څلرویشت ساعتونو کې دوه سوه څلوېښت منه، چې شپاړس سوه اتیا کیلو ګرامه ګوړه کیږي بازار ته وړاندې کوي .
د مالوماتو له مخې هره ګاڼۍ په شپه او ورځ کې په منځني ډول څلوېښت منه ګوړه تولیدوي،چې هر من ګوړه په څلور سوه افغانۍ پلورل کیږي او له یادو شپږو ګاڼیو څخه په څلرویشت ساعتونو کې نږدې سل زره افغانۍ عواید تر لاسه کیږي .
د کامې په شپږو ګاڼیو کې ۴۸ تنه کارکوونکي په کار بوخت دي،چې په یاده ولسوالۍ کې د ګنیو له تولید څخه د کامې مشوره ګوړه جوړیږي او د دې ولایت سربېره د ټول هېواد په کچه ځآنګړی نوم لري .
که په کامې ولسوالۍ کې د ګنیو حاصلاتو ته ځآنګړې پاملرنه وشي،د ګاڼیو په شمیر کې به زیاتوالی راشي او د اوږد مهالي موسم لپاره به فعاله او بازار ته به په ښه کيفيت سره ګوړه عرضه کړي .
۲۴/۹/۱۳۹۸
ننګرهار محبس څخه ۴۱ بنديان ازاد شول
د ولسمشر محمد اشرف غني د اتلس ګڼه فرمان له مخې د رسول اکرم صلی الله علیه وسلم د نيکمرغه ميلاد په مناسبت د ننګرهار له محبس څخه ۴۱ بنديان ازاد او د يولس تنو نورو د بند په موده کې کمووالی رامنځته شو.
د ننګرهار محبس مدير عبدالولي حصارک ازاد شويو کسانو ته سپارښتنه وکړه، چې په ټولنه کې د قانون تطبیق په موخه عامه پوهاوی وکړي او په راتلونکې له جرمونو څخه ځانونه وژغوري.
ازاد شويو کسانو خوښي وښوده، چې له محبس څخه ازاد شول او ژمنه يې وکړه، چې په ټولنه کې به د قانون سره سم ژوند وکړي.
۲۴/۹/۱۳۹۸
اچين ولسوالۍ کې د افغانيو ترويج په موخه کمپاين تر سره شو
ننګرهار ولايت اچين ښاروالۍ له لوري په ياده ولسوالۍ کې د افغانيو دودولو په موخه کمپاين تر سره شو.
د يادې ولسوالۍ ښاروال نويد شينواري او د سيمې خلکو چاپ کړي بينرونه، چې په کې د افغانيو دودولو په موخه عامه پوهاوی شوی و په بازار کې وګرځول او په ديوالونو يې نصب کړل او خلک يې د افغانيو راکړې ورکړې ته وهڅول
۲۴/۹/۱۳۹۸
کرنې رياست ته د مامورينو او مشتريانو بهرنيو اسعارو سره د ننوتلو مخه ونيول شوه
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په سپارښتنه په ټولو دولتي ادارو کې مامورينو او مشتريانو ته له دې وروسته اجازه نه ورکول کيږي، چې کلدارو او نورو بهرنيو اسعارو سره ورشي.
په همدې موخه د کرنې سرپرست رئیس ضمیر بهسودي د کرنې ریاست په دروازه کې مامورين او مشتريان چې افغانۍ ور سره وې ادارې ته يې د ننوتلو اجازه ورکړه او هغه کسان، چې کلدارې او نور بهرني اسعار يې په جيبونو کې و رخصت کړای شول، ترڅو بېرته افغانيو سره را شي.
دا پرېکړه په ټولو دولتي ادارو کې تطبيق شوې او هيڅوک نشي کولی، چې دولتي ادارو ته کلدارو او نورو بهرنيو اسعارو سره ورشي.
ننګرهار والي وايي د کلدارو مخنيوي او افغانيو دودولو پرېکړه جدي ده او په ټولو قشرونو به تطبیق شي.
۲۴/۹/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې د طالبانو يو غړي چې له خلکو يې پیسې غوښتلې ونيول شو
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار درېيمه ناحيه کې د ملي امنيت منسوبينو د وسله والو طالبانو غړی صدرالدين د پنځوس زره کلدارو سره لاس په لاس ونيوه، چې خلکو ته يې ګواښونه کول او ورڅخه يې د نغدو پیسو غوښتنه کوله.
بل لور ته ملي امنيت ريآست له لوري د باتور په نوم د وسله والو طالبانو غړی په دوربابا ولسوالۍ کې نيول شوی دی.
نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او ترې نورې پوښتنې روانې دي.