تاند- جاپان الو جنوبي کوریا په ګډه په نړۍ کې لومړنۍ په هایدورجن چلېدونکې بېړۍ جوړه کړه.

د تېلو او نورو فوسیلي موادو پر ځای د بېړیو په چلولو کې له هایدروجن څخه کار اخیستل ګټه کوي چې د سمندرونو چاپېریال ککړ نه شي.

له بلې خوا دا بېړۍ د جاپان او جنوبي کوریا لپاره په دې خاطر هم ګټورې دي چې دا دوه هیوادونه له نورو هیوادونو تېل واردوي.

د جاپان او جنوبي کوریا کاواساکي، شیل، جي پاور او ایواتاني کمپنیو د بېړیو لپاره د سونګ موادو په توګه اوبلن هایدوجن جوړ کړي دي.

د اوبلن هایدروجن لپاره دوی د سیسو فرنټیر (Suiso Frontier) په نوم بېړۍ جوړه کړې چې اوږدوالی یې ۱۱۶ متره دی.

د دې بېړۍ په ټانکۍ کې ۱۲۵۰ مترمکعب هایدروجن زېرمه کېدای شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *