تاند- د براون پوهنتون څېړونکو د لومړي ځل لپاره د انسان د مازغو او کمپیوټر ترمنځ یوه داسې ارتباطي وسیله جوړه کړه چې د هغې په ذریعه د یو چا په ذهن کې ګرځېدونکي الفاظ بې له دې چې په ژبه یې ادا کړي، څرګندېږي.
د ټیک ایکسپلوریست د راپور له مخې، څېړونکو دا وسیله پر څو تنو رضاکارو وازمویله او نتیجه یې مثبته وه.
دوی د نخود هومره کوچني دوه ایمپلینټونه د یوه رضاکار پر مازغو کېښودل چې د هغه د مازغو د نورونونو فعالیت ثبت شي. له دې لارې د رضاکار په ذهن کې ګرځېدونکي انګلیسي الفاظ ثبت او ریکارډ شول.
دوی وايي چې حاضردمه دا وسیله یوازې د انسان په ذهن کې په انګلیسي ژبه ګرځېدونکي الفاظ ثبت کولی شي.
دا وسیله تر دې دمه یوازې ساده کلمې لکه ونه، خوب، شمال، پروګرام او داسې نورې کلمې پېژندلی شي خو څېړونکي وايي چې په لنډ وخت کې به هغې ته انکشاف ورکړي او جملې به هم ثبتولی شي.