تاند، دوشنبه، د قوس ۲۵مه: د پاکستان سرسخته  منتقد امریکايي سناتور لینډس ګراهام نن په اسلام اباد کې د دغه هېواد له لومړي وزیر عمران خان سره د افغانستان په سوله خبرې اترې کړې دي.

 د جمهوریپال د ګوند دغه سناتور د یو پلاوي په ملتیا د پاکستان د باندنیو چارو له وزیر شاه محمود قریشي سره هم لیدنه کړې ده.

 نوموړی په داسې حال کې اسلام اباد ته تللی چې امریکا له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو یا یې هم د کمولو په اړه غور او فکر کوي.

د امریکايي رسنیو له لوري د سناتور لینډسې ګراهام دغې لیدنې ته د اوربند په برخه کې د پاکستان په توسط د طالبانو د راضي کولو د هڅې نوم ورکول شوی دی.

لینډسې ګراهام په دې اند دی چې د طالبانو واک له پاکستان سره دی او د افغانستان د سولې په برخه کې د طالبانو پر ځای باید له پاکستان سره خبرې وشي.

2 thoughts on “د پاکستان منتقد امریکايي سناتور لینډسې ګراهام له عمران خان سره کتلي دي”
  1. لدی مخکی هم ښاغلی لینډسی ګراهام ویلی وو که پاکستان طالبانو ته خوندي جنت (پناه ځای) نه اوسي، افغان جګړه به په څو اوونیو کې ختمه شي.
    او زیاته کړې یې ده چې اصلي مذاکرات له طالبانو سره نه بلکې له پاکستان سره باید وشي: (( طالبانو سره چې مذاکرات کوو، سم کار نه دی، د دوی پر ځای باید پاکستان سره مذاکرات وشي
    ښاغلي ګراهام ټینګار کړی چې دی غواړي د پاکستان دوه مخې تګلاره پای ته ورسوي او په وینا یې دا هېواد باید د نظامي اهدافو پر ځای د سوداګریزو ګټو سنجولو ته قانع کړای شي.

    چی وروسته لدی وینا ددی سناتور خلیلزاد په قطر کی خبری ودرولی او پاکستان ته یی سفر وکړ چی اوس پخپله دی هم پآکستان سفر کړی چی مخکی لدی هم عمران خان د افغانستان په مسله کې امریکايي سناتور ته د همکارۍ ژمنه ورکړی وه

    http://www.taand.com/archives/131101

    مګر یوه خبره وکړم چی کله دوی ضد نقیض څرګندونی کوی معنا دا چی دوی نغواړی په پاکستان سیاسی او مالی فشار راوړی او امریکایان پدی هم پوه دی او شواهد او اسناد مکمل لری چی پاکستان په طول ۴۰ کالو کی د جنګی ډلو مالی او نظامی ملاتړ کړی او کوی یی، او همدارنګه امریکایان کیدای شی داسی فکر وکړی چی که په پاکستان فشار راوړو نو پاکستان به زموږ ټول هغه رازونه چی داخلی جنګ لپاره د مجاهدینو ملاتړ کاوو او زیاتره اقتصادی او نظامی دستګاوی له مینځه لاړی پدی کی د امریکا غیر مستقیم لاس وی

    نو ځکه زیاتره وخت عمل پر ځای شعاری خبری کوی مګر عجیبه لا داده چی دوی پاکستان سره بیا بیا مالی مرسته کوی مګر مالی فشار ورباندی نه راوړی مګر د نړی په تولو قانونی دا څرګنده ده چی څوک له مجرم سره مرسته کوی پخپله د جرم شریک ګڼل کیږی نو لدی معلومیږی چی پاکستان او امریکا او ورسره برتانیه د افغانستان پدی ۴۰ کلن جنګی جرایمو کی شریک هیوادونه دی نو ځکه امریکا د نړیوالی جنګی جرایمو محکمی مخه نیسی او نه پریږدی چی افغانستان ته راشی او دلته شوی ۴۰ کلن جنګی جرایم وڅیړی او مجرمین په نړیواله محکمه کی په سزا ورسوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *