تاند، سه شنبه، د قوس ۲۶مه: د خوست په علي شېرو ولسوالۍ کې د ځای پر ځای شوي ماین چاودنې ۱۰ ملکیان وژلي دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پېښه تاییدوي او وايي، نن سهار د علي شېر ولسوالۍ په بخانه سیمه کې دا چاودنه شوې ده.
نوموړی وايي، طالبانو د سړک پر غاړه ماین ښخ کړی و چې د ملکیانو په سراچه موټر یې چاودنه کړې ده: (( په وژل شویو کې پنځه نارینه، درې ماشومان او دوه ښځې دي.))
طالبانو د دې چاودنې په اړه څه نه دي ویلي، خو دا په وروستیو څوورځو کې دویمه د سړک د غاړې ماین چاودنه ده چې ملکیان وژني.
تر دې څو ورځې وړاندې په غزني جغتو ولسوالۍ کې هم ماین چاودنې ۱۰ مساپر وژلي او ۶ نور ژوبل کړي وو.