تاند، سه شنبه، د قوس ۲۶مه: امریکايي مخکښ سناتور لینډسې ګراهام تېر ماښام په ارګ کې له ولسمشر غني سره په لیدنه کې د افغانستان د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو په ساتلو ټینګار کړی دی.

ارګ وايي، په دې لیدنه کې د سولې او له ترهګرۍ سره د مبارزې په مسایلو بحثونه شوي دي چې ولسمشر غني په کې ښاغلي ګراهام ته ویلي، ترهګريد دواړو هېوادونو ملي امنیت ګواښي او له دغې پدیدې سره ګډې مبارزې ته اړتیا ده.

ولسمشر ویلي، اوربند او له هېواده بهر د طالبانو د پټنځایونو له منځه وړل هغه مسایل دي چې افغانان یې د سولې په پروسه کې غواړي.

ولسمشر همدا راز ویلي، دا مهال افغان ځواکونه خپل ۹۰ سلنه عملیات پخپله کوي او افغان حکومت به په راتلونکو پنځو کلونو کې د خپلو ځواکونو په تمویل کې زیاته ونډه واخلي.

ښاغلي ګراهام هم هیله ښودلې چې د سولې په پروسه کې د افغانستان ۱۸ کلنې لاسته راوړنې قرباني نه کړای شي.

نوموړي ویلي، کابل ته د سفر اصلي هدف یې دا دی چې د امریکايي ځواکونو د شمېر مسوولانه راکمونې په اړه وضعیت وارزوي.

نووړي ولسمشر ته ویلي، امریکا به په افغانستان کې ۴ زره سرتېري راکم کړي.

One thought on “لینډسې ګراهام له ولسمشر غني سره د افغانستان د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو په ساتلو ټینګار کړی”
  1. کچیری امریکا د پاکستان په مهارلو کی د هند د هیواد لاس نیوی وکړی کیدای شی پاکستان د طالبانو او نورو جنګی ډلو له مالی او نظامی ملاتړ لاس واخلی او امریکا له هند سره نظامی او مالی ملاتړ اعلان کړی او له پاکستان خپل پور (قرض) د یو ضرب الاجل په ټاکلو سره بیرته ترینه وغواړی یعنی نور په ځای پریږده کچیری ۳۳ میلیارده مرسته شوی پیسی هم دوباره ترینه وغواړی نو کیدای شی پاکستان ځان سمبال کړی بی لدی دا ډول ناستی او خبری د وخت تیرول دی او د افغان ولس د غولو لو لپاره یو شعاری خبری جوړول دی

    ځکه تاریخ ثابته کړی چی کله په پآکستان نظامی او سیاسی او مالی فشار راغلی دوی امریکا او هند ته سلامی کړی نو اوس پکار داده چی امریکا ددی معضلی د ختمولو لپاره له هند سره اړیکی پیاوړی او هند په نظامی زور سره لدی کشالی کار واخلی او شته د سولی خبری زیات نه د یوی میاشتی لپاره وځنډوی ځکه افغان ولس په زړه منلی چی پاکستان پوځ او استخبارات په افغانستان کی واقعی او تلپاتی سوله نغواړی ځکه د دوی او ګلمرجان ګټی په بی ثباتی کی دی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *