تاند، سه شنبه، د قوس ۲۶مه: د بلخ، مزار شریف ښار په الکوزي څلورلارې کې چاودنې ۱۲ ملکیان او ۶ پولیس ژوبل کړي دي.

د بلخ د امنیه قومندانۍ ویاند عادل شاه عادل تاند ته وايي، پېښه نن سهار نهه بجې شوې چې په یو بایسکل کې ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د ترافیکو په موټر چاودنه کړې ده.

نوموړی وايي، په دې پېښه کې پنځه تنه ترافیک او ۱۲ ملکیان ژوبل شوي دی، خو په وینا یې چې د ټولو ټپیانو صحي وضع ښه ده.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *