افغانانو د تلې په شپږمه نیټه د خپلې خوښې نوماند ته رای ورکړه او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یې امنیت نیولی و.
له هغې ورځې تر ننه افغانان په تمه دي چې پایلې به اعلان او راتلونکی ولسمشر به مالوم شي.
خو دا چې افغانستان کې لا هم د ټاکنو سیستم ښه نه دی جوړ، نو د پایلو د ژر اعلان پریکړه اسانه نه ده.
امنیتي وضعیت، اقتصادي ستونزې، ځینو برخو بې ثباتي او د بهرنیو استخباراتو لاسوهنې هغه لاملونه دي چې د ټاکنو پروسه یې اغیزمنه کړې ده.
خو له دې ټولو سره ښه خبره دا وه چې دا ټاکنې افغانانو خپله مدیریت کولې او بودجه هم زیاته برخه افغان حکومت ورکوله.
مخکینیو انتخاباتو کې بودجه یا ټوله او یا زیاته برخه نړیوالو ورکوله چې ډير کله به یې د ټاکنو کمېسیون استقلالیت ترسوال لاندې راوستی و.
د هر کال په تیریدو افغانستان پرمختګ کوي، په ځان بسیا کیږي او ستونزې کمیږي، که ترهګر نه وی اوس افغانستان په ځان بسیا وی او سیستمونه به ډير جوړ و.
د ټاکنو په تړاو ټول جنجالونه پای ته رسیدونکي ښکاري، د ۲۷ ولایتونو د رایو بیا شمېرنه تکمیل شوې او د پاتې اوه ولایتونو رای شمېرنه معترضینو بنده کړې وه.
خو تېره شپه ډاکټر عبدالله اجازه ورکړه چې د رایو بیا شمېرنه دې پاتې ولایتونو کې هم وشي او پایلې دې اعلان شي.
دا د افغانانو حق دی چې څومره ژر پوه شي چې راتلونکی ولسمشر یې څوک دی، خلکو د سر په بدل کې رای کارولې او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو یې امنیت خوندی کړی دی.
افغان ځواکونه په ټاکنو کې بې طرفه و، اوس هم بې طرفه دي او هیڅکله به اجازه ور نه کړي چې څوک بحران رامنځ ته کړي.
اوس افغان ځواکونو د دې وړتیا پيدا کړې چې هر ډول بحران مدیریت کړي، پخوا ظرفیت هم کم و او امکانات هم کم چې افغان ځواکونه په اسانۍ نه شول توانیدلی چې وضعیت کنټرول کړي.
افغانانو له ولسواکي ګټه اخیستې او پایله به یې هم وګوري، دا یې حق دی او هیڅوک حق نه لري او نه به اجازه ورکړل شي چې د افغانانو په سرنوشت باندې لوبه وکړي.
پر خپلو ځواکونو باور ولرئ، دا ځواکونه د هر څه د مدیریت ظرفیت او وړتیا لري چې د هېواد دښمنان به مختورن کړي.