۲۶/۹/۱۳۹۸
د داعش تسليم شويو مېرمنو او ماشومانو بشري وضعيت ته د پاملرنې په موخه د همغږۍ ناسته وشوه.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په دې ولايت کې د داعش تسليم شويو مېرمنو او ماشومانو بشري وضعيت ته د پاملرنې په موخه د سرې مياشتې او پېښو پر وړاندې چمتووالي ادارې مرکزي او ولايتي مسئولينو سره د همغږۍ ناسته وکړه.
په دې ناسته کې د تسليم شويو داعش وسله والو مېرمنو او ماشومانو ته لنډ مهال پورې د روغتيا، خوراک او پوښاک، روزنې او يو شمېر نورو برخو کې د لا ښو سهولتونو په برابريدو خبرې اترې او بحثونه تر سره شول.
په پام کې ده، چې د داعش افغان غړو تسليم شوې مېرمنې او ماشومان به ډېر ژر د يو لړ قانوني پروسيجر وروسته د معتبر ضمانت په ترڅ کې خپلو کورنيو غړو ته وسپارل شي.
په دې ناسته کې د ولايت مرستيالې حبيبې کاکړ، سرې مياشتې مرستيال نوروز علي زاده، پېښو پر وړاندې چمتووالي عمومي رئيس عبدالرحمن او د دې ولايت سرې مياشتې رئيس محمد نادر جبار خېل او نورو شتون درلود.
۲۶/۹/۱۳۹۸
د کامې مخور وايي، چې په دې ولسوالۍ کې به افغانۍ په بشپړ ډول دود کړي
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل سره د کامې ولسوالۍ محلي شورا رئيس رحمن الله دل اغا او يو شمېر نورو قومي مخورو د ناستې په ترڅ کې ژمنه وکړه، چې په ياده ولسوالۍ کې به په بشپړ ډول افغانۍ دود کړي.
يادو قومي مخورو همدا راز په دې ولسوالۍ کې د سبزيو منډوي اړوند او يو شمېر نورو برخو کې ستونزې هم د حل په موخه شريکې کړې.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې د افغانيو ترويج او د کلدارو مخنيوی د ټولو افغانانو ګډ مسئوليت دی او بايد د افغانيو په دودولو کې خپل ملي رسالت اداء کړي.
نوموړي قومي مخورو ته په ياده ولسوالۍ کې د سبزي منډوي او نورو برخو کې د قانون په رڼا کې د ستونزو حل ډاډ ورکړ.
۲۶/۹/۱۳۹۸
په ننګرهار کې د کوچیانو څارویو ته د لیونتوب او نورو ناروغيو مخنيوي په موخه د واکسین پروګرام پیل شو.
د ننګرهار کنې ریاست اړوند د کرنې او مالدارۍ انکشافي پروژې یا کلپ- کوچي برنامې له لوري د کوچیانو څارویو ته د لیونتوب او نورو ناروغيو مخنيوي په موخه واکسین پروګرام پیل شو، چې په ترڅ کې به يې سل زره سره څاروي واکسين شي.
بل لور ته ياد ریاست له لوري د سره رود ولسوالۍ د فتح اباد قریې باغدارانو ته د یوریا سپری او ژمني تیلو استعمال په اړه عمومي معلومات ورکړل شول، ترڅو باغدران د اقتصادي، محیطي او کیمیاوی ادویه جاتو له ضرره محفوظ شي.
په ورته وخت کې کرنې ریاست اړوند د GRAIN پروژې له لوري د غنمو په برخه کې په الکترونیکي شکل د ډیتا د راټولونې سیستم عملاً پیل او د محقیقینو لپاره یې دوه ورځنی ټرایننګ پیل شو.
۲۶/۹/۱۳۹۸
د ننګرهار شکایتونو اوریدو او غصب مخنیوي کمیسون کې د خلکو بېلابېلې ستونزې واوریدل شوې .
په ټولنیزو چارو کې د ولایت مرستیالې حبیبې کاکړ په مشرۍ د شکایتونو اوریدو او غصب مخنیوي کمیسون له لورې د مشتریانو په نوم د ځآنګړې ورځې په ترڅ کې د ولس ستونزې واوریدل شوې.
د یادې ځآنګړې ورځې په ترڅ کې چې د خلکو ستونزې اوریدل کېدې،د بېلابېلو ادارو مسؤلینو هم شتون درلود.
د ولايت مرستيالې له لوري د خلکو بېلابېلې ستونزې د اړونده مسؤلینو سره حل او یو شمیر نورو د تعقیب په موخه یې مسؤلینو ته سپارښتنې وشوې.
ګڼ شمیر مشتریانو د ولايتي ادارې له اجراتو خوښي وښوده او خپلې ستونزو د شریکولو ترڅنګ یې د تعقیب په برخه کې د همکارۍ غوښتنې وکړې .
۲۶/۹/۱۳۹۸
جلال اباد ښار کې مدني ټولنو د افغانيو دودلو په موخه سوله ييز لاريون وکړ
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار پښتونستان واټ کې د مدني ټولنو استازو د افغانيو بشپړ دودولو او کلدارو مخنيوي په موخه سوله ييز لاريون وکړ.
د مدني ټولنو استازو پر حکومت، سوداګرو، هټيوالو او ولسونو غږ وکړ، چې راکړه ورکړه يواځې په افغانيو تر سره کړي او د کلدارو له کارولو څخه ډډه وکړي.
دوی وويل، چې د افغانيو دودولو په موخه د ولايت مقام د اقدام ستاينه او ملاتړ کوي او زياته يې کړه؛ که څوک سرغړونه کوي بايد ورسره د قانون له مخې چلند تر سره شي.
دوی چې په لاسونو کې د افغانيو دودولو په موخه بينرونه ګرځول افغانۍ زمونږ هويت دی غږونه کول او له ښاريانو يې وغوښتل چې له همدا نن څخه يواځې افغانۍ وکاروي.
ننګرهار کې يو تن د پنځه ميله وسلو او نورو توکو سره ونيول شو
ننګرهار ولايت بټي کوټ ولسوالۍ مربوطاتو کې د ملي امنيت موظفينو د محمد شيرين په نوم د وسلو يو قاچاق کوونکی، چې اصلي د کاپيسا ولايت اوسيدونکی دی د پنځه ميله وسلو او نورو تورکو سره ونيوه.
د معلوماتو له مخې ياد قاچاق کوونکي سره پنځه ميله بريټا تومانچې، يو دوربين، اووه شاژورونه او ۶۴۴ فيره مرمۍ نيول شوي دي.
نيول شوي تن په خپل جرم اعتراف کړی او په ملي امنيت رياست کې د نورو پوښتنو لاندې دی.
۲۵/۹/۱۳۹۸
شينوارو کې د څلور نيم ميليونه افغانيو په لګښت د لس کيلومتره سړک جوړولو چارې پيل شوې.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په لارښوونه د کليو پراختيا ادارې څلور نيم ميليونه افغانيو په مالي لګښت د شينوارو ولسوالۍ اړوند د شيرګړ او ګلاهي ترمنځ د لس کيلومتره سړک جغل اچولو چارې پيل شوې.
ياد سړک، چې پنځه متره سور لري په کې لسګونه کسانو ته د کار زمينه برابره شوې او د دريو مياشتو په موده کې به ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.
۲۵/۹/۱۳۹۸
د ننګرهار په ۲۲ ولسواليو کې د افغانيو بشپړ ترويج په موخه بېلابېلو اقشارو سره غونډې وشوې.
د ننګرهار والي شاه محمود مياخېل په لارښوونه د دې ولايت په کامې، سره رود، چپرهار، بهسودو، نازیانو، شينوارو، کوټ، لعلپورې، هسکې مېنې، ګوشتې، مومندرې، بټي کوټ او نورو ولسواليو کې ولسوالانو له لوري علماء کرامو، قومي مخورو، ځوانانو، مدني ټولنو استازو، سوداګرو، هټيوالو او نورو سره د افغانيو بشپړ ترويج او کلدارو مخنيوي په موخه غونډې وشوې.
په دې غونډه کې ولسوالانو بېلابېلو اقشارو ته د افغانيو دودولو او کلدارو مخنيوي په موخه د ولايت مقام وروستی دريځ شريک کړ او ورته يې سپارښتنه وکړه، چې له دې وروسته د پير او پلور پر مهال يواځې له افغاني بانک نوټونو څخه کار واخلي.
ولسوالانو همدا راز خبرداری ورکړ؛ که له دې وروسته څوک کلدارې وکاروي؛ نو امنيتي مسئولينو له لوري به جدي چلند سره مخ شي.
همدا راز ولسوالانو علماء کرامو او قومي مخورو ته سپارښتنه وکړه، چې په خپلو سيمو کې د جمعې ورځې خطبې او بېلابېلو ناستو په ترڅ کې ولسونو سره د ولايت مقام پيغام شريک کړي، ترڅو د افغانيو بشپړ ترويج لپاره ټول ولسونه چمتو شي.
علماء کرامو، قومي مخورو، سوداګرو، هټيوالو ځوانانو او نورو ژمنه وکړه، چې د افغانيو بشپړ چلند او کلدارو مخنيوي په موخه به په خپله برخه کې لازمه همکاري تر سره کړي.
۲۵/۹/۱۳۹۸
ننګرهار کې زده کوونکو او ښوونکو ته د چاپېريال ساتنې په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو
ننګرهار ولايت چاپېريال ساتنې ادارې مسئولينو له لوري د عامه پوهاوي غونډو او کماپينونو په دوام د د جلال اباد ښار لومړۍ ناحيې اړوند قيام خصوصي ښوونځي کې سلګونه زده کوونکو او يو شمېر ښوونکو ته د چاپېريال ساتلو په موخه عامه پوهاوی ورکړل شو.
په پای کې د ښوونکو او زده کوونکو پوښتنو ته د مسؤلینو لخوا ځوابونه وویل شول او هم د ياد ښوونځي مسؤلینو او ګډونوالو د چاپېريال په ساتلو کې د هر راز همکاریو ژمنه وکړه.
۲۵/۹/۱۳۹۸
ننګرهار پوهنتون کې د بشر حقونو نړيواله او د جګړې د قربانيانو د ياد ملي ورځ د يوې سترې غونډې په ترڅ کې ونمانځل شوه
ياده نمانځغونډه، چې د دې پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي او د بشر حقونو خپلواک کمېسون د ننګرهار سيمه ييز دفتر په نوښت جوړه شوې وه، د ننګرهار پوهنتون د رئيس، محصلانو چارو مرستيال، اداري او مالي چارو مرستيال، استادانو او محصلانو سربېره په کې د ننګرهار ولايت مقام مرستيالې، د ولايتي ادارې يو شمېر رئيسانو او مدني فعالانو برخه لرله.
د غونډې د پرانيستې وينا پر مهال د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د بشر حقونو د نړيوالې او د جګړې د قربانيانو د ياد ملي ورځې د نمانځې د موخو او اهدافو په اړه خبرې وکړې.
نوموړي وويل: په افغانستان کې د څلور لسيزې تپل شوې جګړې پر مهال تل د بشر حقونه تر پښو لاندې شوي او زمونږ بېچاره او بې ګناه ولس يې قرباني شوى، چې له بده مرغه دا لړۍ لاهم په پوره قوت پر مخ روانه ده او هره ورځ مونږ ددغه ډول زړه بوږنوونکو پېښو شاهدان يو.
هغه زياته کړه: دولت او ولس بايد په ګډه د بشر حقونو او انساني کرامت د ساتنې او خونديتوب لپاره اړين اقدامات ترسره کړي او ياده چاره په هېواد کې په يوه ټولنيز او فرهنګي ارزښت بدله کړي.
د ننګرهار ولايت مقام مرستيالې حبيبې کاکړ، د بشر حقونو خپلواک کمېسون مشرې صبرينا حميدي، د ننګرهار د ښځو چارو رئيسې فتانې عزيز، د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رئيس پوهنمل دوکتور رفيع الله عطاء او مدني فعال ډاکتر اسدالله ښالېز د غونډې نور ويناوال وو، چې ټولو په خپل وار د يادو ورځو د نمانځې پر اړتيا، په هېواد کې د روان بشري وضعيت او په اړونده برخه کې د خپلو فعاليتونو او لاسته راوړنو په اړه د غونډې برخوالو ته معلومات ورکړل.
۲۵/۹/۱۳۹۸
روداتو ولسوالۍ کې ۱۲۵ کورنيو سره نغدي او ژمنيو توکو مرسته وشوه
ننګرهار ولايت روداتو ولسوالۍ کې د کار ټولنيزو چارو رياست په هڅو TDH مرستندويه ادارې له لوري سل بې ځايه شويو او راستنو شوو کورنيو سره د څلور – څلور کمپلو او دوو سطرنجيو مرسته وشوه.
همدا راز پنځه ويشت کورنيو سره د وړو کاروبارونو په موخه د سل ډالرو په ارزښت د کاروبار وسايلو مرسته تر سره شوه.
۲۵/۹/۱۳۹۸
ننګرهار پوهنتون کې د وينې ورکړې کمپاين ترسره شو
ياد کمپاين، چې د دې پوهنتون سولې مرکز په نوښت د (وينه ورکړئ او ژوند وژغورئ) تر سرليک لاندې ترسره شو، په ترڅ کې يې ٨٩ زره سي سي وينه راټوله او روغتيايي مرکزونو ته وسپارل شوه.
د ننګرهار پوهنتون رئيس پوهاند دوکتور خليل احمد بهسودوال د کمپاين د پرانيستې پر مهال د وينې ورکړې په روغتيايي او ټولنيزو ګټو رڼا واچوله او ياد عمل يې د ټولنې سره د همدردۍ او اخروي اجر سربېره د وګړو د روغتيا او صحت لپاره اړين وباله.
۲۵/۹/۱۳۹۸
ننګرهار والي وايي د افغاني داعش وسله والو تسليم شوې مېرمنې او ماشومان د معتبر ضمانت له مخې يې د کورنۍ غړو ته سپارل کيږي.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل د ليندۍ په ۲۵مه ولايت مقام کې په ولسي چارو کې د ولسمشر سلاکار جاويد زمان او قومي مخورو سره په ناسته کې وويل، چې د داعش تسليم شويو افغان غړو مېرمنې او ماشومان د معتبر ضمانت له مخې يې کورنۍ غړو ته سپارل کيږي.
په ولسي چارو کې د ولسمشر سلاکار جاويد زمان په مشرۍ قومي مخورو له ننګرهار والي څخه وغوښتل، ترڅو د داعش هغه افغان غړي، چې د خپلو ښځو او ماشومانو سره تسليم شوي دي خپلو کورنيو غړو ته يې وسپاري.
ننګرهار والي شاه محمود مياخېل وويل، چې د داعش تسليم شويو غړو سره د قانون له مخې چلند کيږي؛ خو مېرمنې او ماشومان يې د معتبر ضمانت په ترڅ کې د يو لړ قانوني پروسيجر وروسته خپلو کورنيو ته سپارل کيږي.
ننګرهار والي وويل، چې د داعش د تسليمۍ پر مهال افغان ځواکونو ښځو او ماشومانو سره د ترحم له مخې چلند کړی او د ځانګړي ميکانيزم او معتبر ضمانت په ترڅ کې به د ښځو او ماشومانو خپلو سيمو ته د ګرځيدو او کورنۍ ته د سپارل کېدو په برخه کې هم اجرات تر سره شي.
د ولايت مرستیالې په مشرۍ د غصب مخنيوي کمیسون ناسته وشوه
ننګرهار ولايت مرستیالې حبيبې کاکړ په مشرۍ د غصب مخنيوي کميسون غړو ناسته وکړه، چې په ترڅ کې يې د غصب اړوند يو شمېر قضيې وڅېړل شوې.
په دې ناسته کې د ځمکو اړوند يو شمېر عرايضو باندې بحث وشو او په حل کې يې لازمې پرېکړې تر سره شوې.
د ولايت مرستيالې مسئولينو ته سپارښتنه وکړه، چې د غصب قضيو په څېړنې، غصب مخنيوي او په اړونده برخه کې د نورو موضوعاتو په اړه پر وخت د قانون له مخې اجرات ترسره کړي.
۲۵/۹/۱۳۹۸
ننګرهار کې دوه داعش وسله وال ونيول شول
ننګرهار ولايت مرکز جلال اباد ښار او روداتو ولسوالۍ کې د ملي امنيت موظفينو له لوري د داعش وسله والې ډلې دوه غړي ونيول شول.
د معلوماتو له مخې د جلال اباد ښار اوومې ناحيې کې د رستم مشهور په رياض د داعش وسله والې ډلې غړی، چې اصلي د چپرهار ولسوالۍ اوسيدونکی دی نيول شوی.
همدا راز په ورته وخت کې د دې ولايت په روداتو ولسوالۍ مربوطاتو کې د ملي امنيت موظفينو له لوري د منير په نوم د داعش وسله والې ډلې يو بل غړی هم نيول شوی دی.
نيول شويو کسانو په خپلو جرمونو اعتراف کړی او په امنې قوماندانۍ کې د نورو پوښتنو لاندې دي.
۲۵/۹/۱۳۹۸
ننګرهار کې په لومړي ځل د چرګوړو د توليد فابريکه جوړه شوه
ننګرهار کې په لومړي ځل د چرګړو د تولید یوې فابریکي په کار پيل وکړ چې د مسئولينو په وینا له پاکستان څخه به د چرګوړو په وارداتو کې شل سلنه کموالی رامنځته شي.
مسئولين وایې وايي، دا فابریکه هره میاشت د شپږ سوه زره چرګړو د تولید ظرفیت لري.
د فابریکي چارواکي وايي، هڅې يې پیل کړی په کور دننه د چرګانو روزنې لپاره ډېر کار وکړي؛ خو له حکومت غواړي چې دې برخه کې ورسره پوره همکاري وکړي.
له پاکستان څخه هره میاشت په زرګونه یو ورځني چرګوړي افغانستان ته د روزنې لپاره واردېږي خو اوس په ننګرهار کې د خصوصي سکتور له لوري یوې فابریکې په کار پیل وکړ چې د مسئولينو په وینا یې هر میاشت د شپږ سوه زره چرګوړو د تولید ظرفیت لري.
د حبيب حسام په نوم د دې فابريکې مشر عزيز الله حسام د فابريکې د پرانېستې پرمهال وویل، تر پخوا په کور دننه د چرګانو روزنې برخه پیاوړې شوې او دا ډول فابریکې کولی شي له پاکستان څخه د چرګوړو په وارداتو کې د پام وړ کموالی راولي.
حسام وایي، که څه هم حکومت د خصوصي سکټور د پیاوړتیا لپاره پروګرامونه لري او ځیني عملي شوي خو نیوکه یې دا ده، چې ځينې حکومتي مسئولين د سوداګرو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئيس ضمير بهسودی وايي، دوی کار کوي تر څو د چرګانو روزنې برخه کې سوداګرو ته اسانتیاوې زیاتې کړي.
هغه زياته کړه، د دې نوې فابریکې په جوړښت سره به د جرګوړو په وارداتو کې شل سلنه کموالی راشي.
د چرګانو روزنه که څه هم له پخوا زیاته شوې خو د پلور کموالی یې سوداګر لویه ستونزه ګڼي او غوښتنه کوي چې د بازار پیاوړتیا لپاره دې حکومت ورسره همکاري وکړي.
له پژواک څخه په مننې