تاند، سه شنبه، د قوس ۲۶مه: د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب د سیمه ییز امنیت په تړاو د ملي امنیت د سلاکارانو یو کنفرانس کې د ګډون لپاره تهران ته ولاړ.
د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل تاند ته وویل، حمدالله محب به د دې ناستې په حاشیه کې د یو شمېر هېوادونو له استازو سره هم وویني.
په دې سیمه ییز امنیتي کنفرانس کې به د ایران، هند، چین، ازبکستان، تاجکستان، روسیې، ترکمنستان او افغانستان د ملي امنیت سلاکاران د ایران په کوربه توب راټول شي چې د سیمې په کچه به د امنیتي همکاریو اړوند بحثونه وکړي.
دا د سیمې د ملي امنیت د سلاکارانو دویمه ناسته ده چې تر دې وړاندې یې یوه بله ناسته هم د ایران په کوربه توب د روان ۲۰۱۹ کال په اکتوبر میاشت کې ترسره شوې وه.