تاند، سه شنبه، د قوس ۲۶مه: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازي تدامیچي یاماموتو د امنیت شورا په غونډه کې له افغانستان د ولسمشرۍ له نوماندانو او د هغوی له پلویانو غوښتي چې د ټاکنو پایلې ومني.

 نوموړي چې تېره شپه یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل راپور اورولو له نوماندانو وغوښتل چې ټاکنیزو کمېسیونونو ته د خپل کار د بشپړولو اجازه ورکړي.

 ښاغلي یاماموتو ویلي، هیله من دی چې په نږدې راتلونکي  کې د افغانستان د ولسمشریزو ټاکنو پایلې اعلان شي: (( د سپټمبر د ۲۸مې ولسمشریزې ټاکنې نسبتا شفافې او ښې وې، له نوماندانو او پلویانو یې غواړم چې د ټاکنیزو شکایتونو له څېړل کېدو وروسته چې نتیجه هر څه وي، باید ویې مني.))

 ښاغلي د خپل راپور په یوه برخه کې د ټاکنو اړوند ویلي، د بایومتریک ماشینونو تر یو حده د درغلۍ مخه نیولې ده او د ګڼو تقلبي رایو د له منځه وړلو په برخه کې یې د ټاکنو رهبري د پرمختګ خواته بوتله، مګر په وینا یې دا وار ولسمشریزې ټاکنې هم بې ستونزې نه وې.

 یاماموتو په دې سربېره په افغانستان کې د بشري حقونو، د ښځو د پياوړتیا او نورو برخو کې د پرمختګونو یادونه هم وکړه، خو زیاته یې کړه په جګړه کې اوسمهال تر ټولو زیاته قرباني ملکي وګړي ورکوي: (( د ټآکنو پایله چې هر څه وي خو د نوي حکومت لپاره به سوله ترټولو مهمه موضوع وي، تر دې چې د ټاکنو د پایلو په تمه کې هم د سولې اړوند هڅې نه دي درول شوې.))

  یاماموتو ټینګار وکړ چې نوی حکومت باید د سولې په تړاو ټول منلی میکانیزم رامنځته کړي چې د افغانستان د ټولو اقشارو د غوښتنو نمایندګي په کې وشي.

نوموړي زیاته کړه، د نوي حکومت په راتلو سره نړیواله ټولنه او متحدین دا فرصت ترلاسه کوي چې د افغانستان له ستونزو څخه د ایستلو لپاره په معقولو دلایلو یوه روښانه تګلاره پلې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره شپه د امریکا مخکښ سناتور لینډسې ګراهام هم په خپله خبري وینا کې ټینګار وکړ چې راتلونکو څو اوونیو کې به د افغانستان نوی حکومت رامنځته شي.

One thought on “ملګري ملتونه: ټول نوماندان او پلویان یې باید د ټاکنو پایلې ومني”
  1. داسی ګمان کوم چی امریکا دا ځل طالبانو او ورسره له اوسنی حکومت نوی دولت جوړولو باندی کار کوی نو ځکه یی د ټاکنو لومړنی پایلی په بیلا بیلو بهانو کله عبدالله ته وایی چی نه یی منم کله ګلبدین ته وایی چی ووایه نه منم کله نورو نوماندانو یا د نوماندانو شوراته وایی چی موقت حکومت غږ پورته کړ

    مګر ددی ټولو یعنی د سولی او ټاکنو کیلی د امریکا او بهرنیو په لاس کیده نو ځکه یی پاکستان ته د هر ګام او هری مداخلی په اړه وخت ورکړی او بل طرف امریکایان افغان امنیتی ځواکونه دومره ندی پیاوړی کړی چی د دوی د پوځ هر ګزار په وړاندی باالمثل ګام پورته کړی
    تاریخی اشتباه او نه هیرودونکی اشتباه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *