تاند، سه شنبه، د قوس ۲۶مه: په افغانستان کې د جرمني سفیر پیټر پروګل وايي، د افغان سولې پروسه کې که د ټولو لوریو ګټې په پام کې ونه نیول شي، پایداره امنیت به رانشي.
نوموړي نن په کابل کې د سولې په پروسه کې د منځګړتوب تر عنوان لاندې کنفرانس ته وویل، د افغان سولې هوکړه د پیاوړو کورنیو او نړیوالو منځګړو راشاملېدو ته اړتیا لري: (( همدا راز که په سوله کې د ټولو لوریو غوښتنې په پام کې ونه نیول شي، پایداره سوله به رانه شي، بلکې دا به لنډمهاله سوله وي.))
په دې غونډه کې د امریکا د سولې انستیتوت مشر احسان ضیا هم د نړیوالو پیاوړو منځګړو شتون اړین وباله او زیاته یې که چې په تېرو ۴۰ کلونو کې د منځګړو د نشتون له امله د افغانستان د سولې ګڼې هوکړې ناکامې شوې دي.
نوموړي ټینګار وکړ چې د پياوړو منځګړو د نه شتون سربېره د جګړې د ښکیلو لوریو تر منځ بې کچې بې اعتمادي هم هغه ه وو چې د سولې ګڼې پروسې یې د جنیوا د تړون په ګډون ناکامې کړې.
ښاغلي احسان ضیا همدا راز د ګاونډیانو په نه لاسوهنه او د سیاسي لوریو په یووالي هم ټینګار وکړ چې بریالۍ سوله ورسره رامنځته کېدای شي.
دا په داسې حال کې ده چې طالب سرچینو په راتلونکې اوونۍ کې د سولې د هوکړې د لاسلیک او بین الافغاني مذاکراتو د پیلېدو خبر ورکړی دی، خو ځینو لوریو یو وار بیا د امریکا او طالبانو مذاکرات ګونګ بللي او د سولې په اړه یې شک ښکاره کړی دی.