د امریکا دفاع وزیر مارک ایسپر

تاند، سه شنبه، د قوس ۲۶مه: د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر وايي، له چین سره ستراتیژیک رقابت ته د ترجیح ورکولو له امله به په افغانستان کې د یوې هوکړې یا هم له یوې هوکړې پرته د خپلو سرتېرو شمېر کم کړي.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې د دغه هېواد چارواکي به په لنډو ورځو کې له افغانستان څخه د ۴ زره سرتېرو د ایستلو اعلان وکړي.

 ښاغلي ایسپر په دې تړاو له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي، په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو ورته ډاډ ورکړی دی چې د سرتېرو شمېر که کم شي کومه ستونزه به رامنځته نه شي.

مارک ایسپر زیاته کړه: (( زه غواړم ځینې سرتېري راوګرځوم، تر څو د نویو ماموریتونو لپاره وروزل شي او په بحر هند یا بحر الکاهل کې له لویو قوتونو سره زموږ د مقابلې برخه وګرځي.))

 نوموړي ټینګار کړی چې د افغانستان د جګړې لپاره غوره حل لاره دا ده چې د حکومت او طالبانو تر منځ سیاسي هوکړه وشي، خو په وینا یې د دغې هوکړې له کېدو او نه کېدو سربېره به هم دوی په افغانستان کې خپل ځواکونه کم کړي.

 په همدې حال کې امریکايي سناتور لیندسې ګراهام هم ویلي چې افغانستان ته د دې لپاره راغلی تر څو د امریکايي سرتېرو د وتلو لپاره شرایط وارزوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *