جانباز جرار

ځینی ایزمونه طبعي پر موږ سم وي، یوه نه یوه برخه یې په موږ کي پیدا کیږي، که فایده من ایزم و خو ښه، که نه هسي هم ایزمونو ته زموږ په ټولنیز لاشعور کي په درنه سترګه نه کتل کیږي، د استاد لیوال په «درېیمه لار کتاب» کي مي لوستي و چي یو وخت په کومه مظاهره کي د سکولریزم، کمونیزم، مارکسیزم او داسي نورو ایزمو د غندلو په بدرګه شعارونه ورکول کېدل، د شعار په وخت کي کوم چا د –  مرګ په ژورنالیزم شعار ورکړ – دا چي د ژورنالیزم روستاړی هم ایزم و خلګو دا ځل لا پسي ور غبرګه کړه چي (مـــرګ) – دا په هیواد کي د ایزمونو د منفي پایلو د تنافر یوه ډیره ښه ثبوتي نتجه ده، موږ له ایزمونو څخه ښه خاطرې نه لرو، هر ایزم موږ ته د خوشبختي پر ځای بدبختي راوړې او موږ ته لکه د نوې ټاکنالوجي ځينو برخو چي تاوان کړی، ایزمونو هم راته همداسي تاواني تمام شوي ، هغه ګټه او فایده چي نور ممالک ( نړیوالو) له ایزمو څخه اخلي او اخیستې یې ده، موږ یې نه شو کولای، موږ دومره عقیدوي خلګ یو چي که مو یو ځل په يو ایزم پوري ځان وتاړو بیا یې د تحلیل ظرفیت څه چي د نقد زغم هم نه لرو، موږ د افراط او تفریط هغه پلې (درنې تلي) یو، چي د معیار (تلي) میزان شوی لرګي که مات نه کړو کږوو خو یي خامخا او د ترازو میزان (هغه لرګی) چي کوږ شي بیا نو اندازې هرو، مرو سره ګډيږي.

دا حقیقت دی، چي زیاتره ایزمونه له لویه سره تاواني او کرغیړن ایزمونه دي، اما دا چي موږ اوس هم په پټو سترګو د داسي ایزمونه نامي کرکټاران یو چي هیڅ تمدني او اسلامي اساس نه لري، دا نو بیا زموږ بهادوري ده.

فیوډیالیزم د فیوډ څخه اخستل شوې کلمه ده، مانا یې هغه فیوډیالټیي مځکه ده چي د یو لړ شرایطو پر بنسټ یو چا ته ډالۍ کیږي، مخینه یې په منځینو پیړیو کي دا وه چي د پاچا له خوا به د نظامي خدمت په بدل کي یو چا ته ځمکه ورکول کېده چي هغې مځکي ته به یې فیوډیاليټي مځکه ویل او دا کسان به د واک خاوندان هم ول، چي هغو ته به ئې فیوډیال ویل ، د فیوډیال اصطلاح اوس هم په ټولنه کي د اباد، واکمن، ځواکمن او اربابو کسانو له پاره کاریږي، په فیوډیالیزم کي واک ټول د فیوډیالستانو (ځمکوالو) په لاس کي وي، فیوډیالیزم او فیوډیالانو تر پخوا اوس لیږ څه تغیر کړی، پخوا به فیوډیالانو د خپلو ځمکو د حاصلاتو یو برخه پاچا ته ورکوله او همدا رنګه د کولون په نامه زیارکښه خوارۍ ځپلې ډله او بزګران پیدا شول چي په خپل زیار سره به یې مځکي د خلګو څخه اخیستې او هغه به یې کرلې، دوی مکلف ول، چي یوازي د فیوډیال (واکمن کس) مځکه وکري، نه د بل چا، دوی د خپل اختیار نه ول، په ډيره اندکه غلطي به وژل کېدل او د بدن غړي به ځیني پرې کیدل، حتی تر دې چي د خپل ناموس اختیار به یې لا نه درلودی، همدا رنګه د فیوډیالانو زامنو به سواد زده کاوه، مګر د کرونده ګرو / بزګرو زامنو دا حق نه درلودی، هغو به د خپل پلار کسب تعقبوه، کرونده ګرو به خپله جانداري د فیوډیال له اجازي نه بغیر نه شوای کولای، د کرونده ګر لور به فیوډیال خرڅوله او د ده زوی ته به هم د فیوډیال په خوښه نجلۍ غوښتل کېده (د کور ټول واک به له فیوډیال سره و) د فیوډیال عصري کیدل کرار، کرار دا و چي نیشنلسټي هم په کي پیل شوه، خپلوانو او قومیانو ته به ترجیح ورکول کېده، بزګران به له بادرانو، ملکانو او اربابانو سره ګرو ناست ول، حق به یې نه درلود چي د ده د پور تر ادا کولو مخکي بل ځای ته کډه بار کړي او یا هم بل کار شروع کړي، بغیر د ده له خدمته، دغه ایزم او ظلم همدغه ډول د ثور تر کودتا پوري ښه په زور کي و چلیدی هم همغه و چي بزګران او کاریګران سره را ټول شول او د کاریګرو په نامه ئې انقلاب وکړ.

اوس هم په لږ تغیر سره هغه تاثیرات زموږ په ټولنه کي پاته دي، تېر کال مي یو ډاکتر ملګري چي په یو لیري اولسوالۍ کي ئې درملتون پرانستی و کیسه کوله، چي د یو ملک (فیوډیال ) په باري موټر (ډېنا) کي دوې ناروغي پیغلي نجوني راوړل شوې، نجوني نه یوازي دا چي ناروغه وي بلکي لاسونه یې هم ګرږل شوي او په وینو سره ول، تر تاریخچې اخستلو مخکي مي همدا پوښتنه وکړه چي دا ولي؟ خیر دی!؟


وی دوی په ژړا شوې او ویل یې چي زموږ سره یې په ډاله (د موټر په باډۍ کي) سپی اچولی و، دا لاسونه مو هغه را داسي کړل، موږ دا ډیر وخت کیږي چي دوی مزدوران یو، پلار مو د دوی بزګر دی، شي نه لرو، دوی که نو هر ډول ظلم را باندي کوی، کوي یې.


تر دې ور ها خوا مشرانو په خپل کلي کي د یو خان د کلا چي اوس هم سته داسي کیسه کوله چي: دا د خان کلا داسي جوړه شوه چي د ټولي علاقي خلګ به په نوبت ورته راتله او د کلا د دېواله ( پخڅې ) له پاره به یې خټه داسي پخوله چي یو چم به یې ماخستن په اوبو کي کېښود، تر سهار که به اوبه یووړ له هغه به یې دېوال نه وهه هغه به ئې بیا پخوله، د دې کلا په جوړیدو کي د ټولي علاقې خلګو مجبوراً برخه اخیسته، هر څوک که ناغه شوی وای خیر به یې نه وای، دې او دې ته ورته ډیر مثالونه نور هم سته.

اوس هم زموږ وتاسو په زیاتو سیمو کي د بزګر بچی بزګر دی، د موچي بچی موچی دی، د شپانه بچی شپانه دی، صرف د خان بچی سوادره او د هر ډول زده کړو زمېنه ورته برابره ده، چي هغه نو بیا د فیوډیالۍ او نشلیسټۍ د ذاتي خوي په لرلو سره  ذکر شوي ایزمونه په سیستماتیکه بڼه نور هم پړسوي.

موږ چي فیوډیالیزم او نشنلیزم تبا کړی یو، ممکن نورو ایزمو به دونه نه یو کړي، چي له فیوډیالیزمه مو کرار، کرار پښه را خطا کېده، په نشنلیزم کي داسي په سیستماتیک ډول ګرداب شؤ، چي اوس ئې د وتلو له پاره له دولت او رعیت دواړو څخه لاره ورکه ده، چي څنګه ټولنه ملي کرښي او تمدن ته برابره کړي.

دا چي زموږ د هیواد نور قومونه لکه هزاره قوم چي اوس کرار، کرار د ټولني یو پرمختللی قشر تشکیلوي او هر کال د هیواد اقلیت قوم د کانکور ازمویني اکثریت برخه وي ، د دې له پاره ډیر ښه ثبوت دی، چي د فیوډیالیزم او نشنلیزم له غیر اسلامي او غیري انساني لوبي یې ځان ایستلی، تاسو پلټنه وکړی، پلار به یې موچي / شپانه وي، خو زوی به یې خامخا انجنیر، ډاکټر، معلم او یا هم د کوم بل مسلک څخه فارغ وي او یا به فارغیږي، پلار به ریړۍ چلوي، زوی او لور به یې د پوهنتون محصلین وي، د کلي ملک وي د ټولي علاقي د مکتب او مدرسې غم به یې په سر اخیستي وي، له دې سره یې له  امنیت، اتفاق، اتحاد او نسبتاً ښه ژوند څخه سترګي نه شي پټيدلای.

One thought on “پښتانه او فیوډیالیزم | جانباز جرار”
  1. د فیودالیزم په هکله په زړه پورې تحلیلي لیکنه ده ، البته دا اقتصادي ایزمونه یا تاریخي اقتصادی – سیاسي مرحلې په ټوله نړۍ کې تېرې شویدي او مونږ هم مجبور یو چې کرار کرار له دغو دورو تېر شو. دا تاريخي دورې په دین پورې ممکن دومره تړلې نه وي خو د وخت روحانیون مجبورا د واکدارانو د ګټو د ساتلو لپاره دیني او مذهبي روایتونه ورته جوړ کړي.
    د یادولو ده چې نشنلیزم د یوې واحدې ټولنې په جوړولو کې مثبت رول درلودلی، هلته واحده ژبه ، واحد قانون او یو قوي دولت جوړیږي. د یوې ټولنې ګډې ملي ګټې منځ ته راځي یو واحد اقتصادي بازار د دې سبب کیږي چې یو بل ښه سره وپېژني . قومي تضادونه له منځه ځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *