تاند، چهار شنبه، د قوس ۲۷مه: د چین د باندنیو چارو وزارت، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمېر د راکمولو د راپورونو په تړاو ویلي، هر ګام چې پورته کېږي باید د افغانستان د سولې او ثبات لپاره ګټور وي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي، دوی ته هم هغه راپورونه رسېدلي دي چې له مخې یې احتمالا امریکايي پوځیان له افغانستان څخه وځي، خو ټینګار یې کړی چې لومړی باید د افغانستان لانجه د سیاسي حل له لارې خلاصه شي.
همدا راز د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګینګ شوانګ ویلي، چې دوی د افغانانو په مشرۍ او ملکیت د سولې د خبرو اترو کلک ملاتړ کوي او د دې لپاره چین پخپله هم رغنده ګامونه پورته کوي.
ښاغلي شوانګ همدا رنګه ویلي چې د بیجنګ د بین الافغاني ناستې په اړه هم له ټولو لوریو سره لا په تماس کې دي او د ټولو غوښتنې به په کې په پام کې ونیسي او ژر به یې نیټه په ډاګه کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د دفاع وزیر مارک ایسپر په یو تازه بیان کې ویلي، له افغانستان څخه خپل سرتېري که هوکړه وشي که ونه شي باسي.