زلمی خلیلزاد

تاند، چهار شنبه، د قوس ۲۷مه: له طالبانو سره د خبرو تر بیا درولو وروسته زلمی خلیلزاد یو وار بیا کابل ته راغلی دی.

د حکومت چارواکو تاند ته تایید کړه چې خلیلزاد کابل ته رارسېدلی او د ملي یووالي د حکومت له مشرانو سره یې د شریکولو لپاره د سولې د خبرو وروستي جزیات راوړي دي.

زلمی خلیلزاد کابل ته تر راتلو وړاندې اسلام اباد ته تللی و او له پاکستاني چارواکو سره یې هم لیده کاته کړي دي.

نوموړي پاکستان او افغانستان ته په داسې حال کې سفر کړی دی چې د تېرې جمعې په ورځ یې د بګرام له برید وروسته په یو ټویټ کې وویل، لنډه دمه یې په خبرو کې د دې لپاره اخستې ده چې طالبان له خپلو مشرانو سره د اوربند په اساسي موضوع خبرې وکړي.

بلخوا داسې راپورونه هم ورکول شوي دي چې خلیلزاد له طالبانو څخه لس ورځې اوربند غوښتی او خبرداری یې ورکړی دی که اوربند ونه شي، د سولې خبرې به لغوه کړای شي.

2 thoughts on “خلیلزاد کابل ته بیا راغلی دی”
  1. طالب جمع جهادي جنایتکاره ډلې ایخواني میخواني اسلاخي میسلاخي ګیلم جم میلم جم او… جمعا د پردیو نیابتي ګلټیران دي، د جنګ وسولې واک نلري، څومره چې باداران یې وغواړي هغوپورې یې جنګولی شي رنګ رنګ نومونه و د جنګ رنګ رنګ شعارونه ورته جوړولی شي. دایمي سوله د مرغه پۍ ښکاري. یو دوه ګلټیران به سره یوځای کیږي کابل به نیسي ځان ته به حکومت وایي، بیا به پاتې ګلټیران ایتلاف کوي هغوی به داړي….بس نیمه نړۍ به راپورې خاندي نیمه نوره زموږپه نوم به کانګې وهي

  2. د یوموټر په شا یی لیکلی وو وای اخ مورې بیا راغی .دا هغه د موټر والا دی هیځ هم ولله که ځینې جوړ شي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *