تاند، چهار شنبه، د قوس ۲۷مه: د روسیې د ملي امنیت سلاکار تور لګولی چې امریکا په جګړه ځپلي افغانستان کې د امنیتي ګډوډۍ لپاره له داعش ډلې ملاتړ کوي.

نیکولای پتروشیف په تهران کې د سیمه ییز امنیتي کنفرانس ګډونوالو ته په وینا کې ویلي، په دې اړه کره اسناد او شواهد موجود دي چې امریکا افغانستان ته د داعش جنګیالیو په لېږدولو کې لاس لري.

نوموړي ویلي، تازه اټکلونه دا دي چې اوسمهال په افغانستان کې له ۲۵۰۰ څخه تر ۴۰۰۰ پورې داعش جنګیالي موجود دي.

د پټروشیف په خبره ترهګر هر کال په افغانستان کې د مخدره توکو له لارې ۶۰۰ میلیونه ډالر ګټه لاسته راوړي او دا پيسې د هغوی د مالي او تجهیزاتو لپاره تر ټولو لوی رقم دی.

پتروشیف همدا راز په افغانستان کې د امریکا په ۱۸ کلن حضور هم نیوکه کړې او ویلي ی ېدي چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې امنیتي ګډوډي زیاته شوې او لا هم بېګناه ملکیان وژل کېږي: (( امریکا د خپلو ځواکونو د ایستلو هیڅ پلان نه لري، داسې ښکاري چې امریکايي مشران د ځواکونو په ساتلو او ایستلو یو تر بله اختلاف لري.))

د روسیې د ملي امنیت سلاکار همداراز د سولې روان مذاکرات هم بې نتیجې بللي او ټینګار یې کړی چې اړتیا ده د افغان حکومت او طالبانو تر منځ مستقیم مذاکرات پیل شي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په تهران کې د سیمه ییز امنیت په تړاو دویم کنفرانس کې د روسیې، چین، هند، افغانستان، ایران، تاجکستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکارانو ونډه اخیستې ده.

One thought on “روسیه: د داعش ترشا د امریکا لاس دی، دوی له افغانستانه د وتلو پلان نه لري”
  1. په نړی کی ډیر پرمختللی استخباراتی اداری شته چی سر کی د امریکا سی آی ای او بیا کی جی بی روسیی او بیا ایم آی سیکس انگلستان او په وروستی قطار کی د پاکستان آی ایس آی او د هند را اداری دی
    ټوله نړی او په تیره بیا بیچاره افغانان دا ۶ یا ۷ کاله ناری وهی چی دداعش جنګیالی د امریکا او پآکستان له لوری ملاتړ کیږی چی آن زیاتره سیاسیونو په رسانیو کی دا خبری بیخی برملا کړی مګر روسیه اوس وایی
    نو سوال داده چی رښتیا ته اوس پوه شوی یا مخکی خبر وی

    آیا روسیه دومره کمزوری ده چی د یو جنگی ډلی دفاع نشی کولی که سیمی هیوادونه او په تیره بیا چین او ایران پدی ډاروی پاکستان سره اړیکو کی پام وکړی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *