اباسين شور

او بلاخره افغانانو د تاريخ څرخ راتاو کړ، څو پېړۍ وشوې چې د افغانانو د دښمنۍ وسايل توره، ټوپک، نيزه او داسې نور…. دي او د دښمنۍ يوازينى تعبير د مخالف ترټل، وژل او اعدامول دي.

دا لويه خوښي ده چې افغانانو تازه تازه له تورې او ټوپک ورهاخوا د علم، سياست، منطق او اقتصاد ژبې زده کړې دي چې د اوسنۍ متمدنې نړۍ لومړۍ درجه راز او لامل دى.

په دې وروستيو کې د هېواد په ځينو ولايتونو کې د افغانۍ پيسو د ترويج لپاره جدي هڅې چې عامه ذهنيت هم ورته په پوره ډول اماده دى، دا ښکاروي چې نور نو افغانانو غواړي له خپل هېواد سره ريښتني مينه وکړي. ما پرون يو ملګري ته ويل چې اوس افغانانو ته په ريښتيا هم د دښمنۍ او هم د دوستۍ چل ورغلۀ؛ او دا د عقلاني سياست د پرمخ بېولو لپاره لومړى او لوى ګام دى. افغانانو په پېړيو پېړيو په تورې او ټوپک دښمنۍ وکړې، بريا يې په هر صورت؛ خو پايله يې صرف د هېواد له ويجاړۍ او د يو نظام له نړيدو او تفکيريدو بل څه نه وو.

ويل کيږي چې  افغانانو شورويان مات کړل او په نړۍ کې يوى لوى کمونيستي اتحاد د افغانانو په لاس مات شو. خو پايله يې څه وه؟ دا بريا خو په حقيقت کې د افغانانو لپاره يوه لويه ماتي او شکست و. اخر څه وو چې دلته ونه شول؟ دا بريا خو افغانانو ته ډېره قېمتي پرېوته، هېواد ويجاړ شو، دين ويجاړ شو، فرهنګ او ژبه ويجاړه شوه، خلک ووژل شول، مهاجر شول، بې وطنه او بې کفنه شول. دښمن ته مو په هېواد کې د هر ډول لاس وهنې زمينه برابره شوه، امريکايانو او نړيوالې ټولنې هم دلته د راتلو لپاره خپلې ډارمې او برنامې په ډېر ښه ډول پر مخ بوتلې او بالاخره بريالي هم شول. دا بريا خو په حقيقت کې زما په فکر يوه لويه ماتي وه؛ يوه نه جبرانيدونکي ماتي چې تاو يې اوس هم دا خاوره سوزوي. (البته زما هدف دا نه دى چې افغانانو دې د شورويانو د يرغل پر وړاندې بې دفاع او بې مقاومته پاتې شوي واى، خو خبره دا ده چې افغانانو لا هم هغه مهال د تېرو پېړيو اکټونه کول او د سړۍ جګړې له هنره بې برخې وو، هغه مهال د فکر او تعقل خبرې د مرغۍ پۍ وې.

ويل کيږي چې پر افغانستان له يرغل وروسته د نړۍ لسګونو هېوادونو له شوروي اتحاد سره خپلې اړيکې وشلولې او دا يې د افغانستان پر خلکو او خاوره يو لوى تېرى وګڼۀ. هو سعي شوه، خو  افغانانو ته يې څه ګټه ورسيده؟ هېڅ، هېڅ. زه نه پوهېږم چې ځينې خبرې د کوم معنا او منطق له مخې شاربل کيږي.

خو اوس اوس له دې هر څه ورهاخوا افغانانو تازه د دښمنۍ او دوستۍ نوي او معاصره وسايل ترلاسو کړي. دلته په حقيقت کې د تاريخ يو بېل فصل پيل کيږي، افغانان پوى شول چې نور نو د يو چا د وژلو او لاندې کولو لپاره يوازينى وسېله توره او ټوپک نه دي، بلکې له دې هم خطرناکې، ژورې او ريښتني زيان رسوونکي متبادلې وسېلې شته.

زه چې هر کله د نوي او عقلاني سياست ځوان نماينده ګان ووينم چې د نوي نړۍ، ساينس، اقتصاد او عقلاني سياست خبرې کوي نو د دروېش دراني دا بيت راياديږي چې:

دښمن وهمه د خوږې ژبې په ډډه باندې

دا ځل نه توره پسې وړمه، نه نېزه اخلمه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *