لیکنه: صالح خان مومند

د افغانستان په شمال بلخ کې ګڼې غږېزې، انځوریزې او چاپي رسني فعالې دي؛ په دغو رسنیو کې یواځې له یو څو چاپي خپرونو څخه پرته نورو غږیزو او انځوریزو رسنیو پښتو ژبه قصداً له پامه غورځولې. په دې لیکنه کې زه غواړم یواځې په انځوریزو (تلویزېوني) رسنیو بحث وکړم.

په مزارشریف ښار کې نږدې دولس ټلویزېونو خپرونې درلودې، په دغو چینلونو کې یواځې د بلخ ملي راډیو تلویزېون دولتي او نور شخصي و، چې اوس یې یواځې نهه فعاله دي. 

په فعاله رسنیو کې پنځه ټلویزېونونه د پښتنو په مشرانو پورې اړه لري؛ خو د دغو ټلویزېونو نږدې ۹۰ سلنه خپرونې په نورو ژبو دي. 

کله چې د دغو رسنیو خاوندان له دولت څخه د خپرونو جواز ترلاسه کوي دوی هلته په ښکاره ډول لیکلي، چې خپرونې به یې په پښتو او دري وي؛ خو کله چې یې خپرونې پیل شي؛ نو بیا کیسه بل ډول شي. 

که زه خپله تجربه او د سترګو لیدلی حال ووایم د ډېری رسنیو مالکانو خپلې مورنۍ ژبې سره خیانت کړی او نورو ژبو ته یې لومړیتوب ورکړی.

دا چې ولې دوی د عمل په میدان کې له خپلې مورنۍ ژبې سره دوه ګونی چلند کوي او ولې د خپلې مورنۍ ژبې حق تر پښو لاندې کوي غواړم دلته د دوی ځنې تش دلیلونه درنو لوستونکو ته وړاندې کړم:

دغه ډول خلک ځنې دلایل لري: دوی وايي که چېرته موږ په پښتو ژبه خپرونې ډېرې وکړو؛ نو په مارکټېنګ کې به څوک خبرتیاوې (سوداګریز اعلانونه) رانکړي.

دویم ماشومانه دلیل یې دا وي، که چېرته په خپله مورنۍ ژبه خپرونې ډېرې کړي؛ نور قومونه به یې په تعصب تورن کړي.

درېیم دلیل یې دا وي، دوی وايي موږ باید په نورو ژبو خپرونې ځکه ډېرې کړو، چې له دې لارې کولی شو نور قومونه په خپله ژبه مات کړو. 

راځم د دوی دغو بې اساسه دلیلو ځوابو ته: 

لومړی: کوم سوداګر او خلک چې یوې رسنۍ ته سوداګریز اعلان ورکوي دوی ته خپرونې مهمې نه بلکې لیدونکي مهم دي، دوی په دې فکر کې وي، چې د دغې رسنۍ څومره لیدوونکي دي؟

دویم دلیل په اړه باید دومره ووایم، که موږ څومره هم د نورو قومونو په ژبه خپرونې وکړو دوی ته بیا هم موږ ترهګر، ناپوه، وروسته پاتې او په نورو نومونو مو یادوي. 

د درېیم دلیل په اړه دا ویل پکار دي، هر هغه څوک چې وايي مونږ باید د یوه ملت خلک په خپله د هغوی په ژبه مات کړو دا هیڅ منطق نشي کېدی. ځکه که ته غواړې د هغوی ژبې ته ماته ورکړې او د پرمختګ مخه یې ‌ونیسې؛ نو خپله مورنۍ ژبه د رسنیو، مارکېټ، بازار او دفتر ژبه وګرځوه تر څو اوچت ځای ځانته خپل کړي. 

که یو څوک زموږ د ګران هېواد له یوې بلې سیمې څخه بلخ ته راشي او د دې ولایت ټلویزېوني خپرونې د لنډې مودې لپاره وګوري؛ نو ضرور به داسې فکر وکړي، چې ګواکې د دغو ټلویزېونو خپرونې د افغانستان ګاونډیو تاجکستان، ازبکستان او ایران هېواد د اوسېدونکو لپاره دي. 

د بلخ ملي ټلویزیون خو له پیل څخه تر دې دمه پښتو ژبې سره تل دوه ګونی چلند کړی، دغه ټلویزېون تل د ملي ګټو او پښتون قام پر ضد له ژبنیزو ډکې خپرونې کړي او د پښتو ژبې برخې  ته یې هیڅ داسي پام نه دی کړی لکه څنګه چې یې اړتیا ده . 

یاد ټلویزېون په دې وروستیو پنځلسو کلونو کې یواځې د یوه ځانګړې ګوند او قوم په چوپړ کې و.

 پکار ده چې افغان دولت یې پوښتنه وکړي. 

په وروستیو کرښو کې د دې خبرې یادول ضرور دي، چې راځئ په خپله ژبه نور ونه شرمېږو هر هغه څوک چې د خپلې مورنۍ ژبې په ویلو شرمېږي دا په اصل کې له خپلې مور سره خیانت کوي. 

زموږ د ژبې پرمختګ کې همدا رسنۍ او مطبوعات رغنده رول لري. پکار ده چې په ګډه سره د خپلې ژبې پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو. 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *