تاند، پنجشنبه، د قوس ۲۸مه: د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ وايي، له بغلان پرته د نورو ټولو ولایتونو د رایو بیا شمېرنې بهیر تکمیل شوی دی.
نوموړې په خپل تازه ټویټ کې دا نه دي ویلي چې د بغلان د رایو بیا شمېرنه به کله بشپړه شي؟ خو وايي د بغلان د رایو د بیا شمېرنې له تکمیل سره سم به د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د ټاکنو د دارالانشا مشر حبیب الرحمن ننګ تاند ته وویل، چې د بغلان رایې به نن پنجشنبه بیا وشمېرل شي او د رایو د بیا شمېرنې پروسه به وتړي.
په همدې حال کې له څو ورځو راهیسې د یوناما مشر تدامیچي یاماموتو د امنیت شورا غونډه کې او امریکايي سناتور لینډسې ګراهام د ملي یووالي د حکومت له مشرانو سره تر لیدنو وروسته ویلي چې راتلونکو اوونیو کې به د افغانستان نوی ولسمشر معلوم شي.