تاند، پنجشنبه، د قوس ۲۸مه: امریکايي مخکښ سناتور د کابل له سفر وروسته امریکا ته رسېدلی او خبریالانو ته یې ویلي، افغانستان دې له امریکا څخه د زیاتو مرستو ترلاسه کولو هیله مندي نوره نه کوي، ځکه چې امریکا په افغانستان کې خپل ځواکونه راکموي.
د ټرمپ معتمد او د جمهوري غوښتونکو دغه سناتور وايي، له دې وروسته نورو هېوادونو ته پکار ده چې له افغانستان سره د پرمختګ لپاره مرستې وکړي او امریکا به یوازې د ترهګرۍ پر ضد جګړې ته خپل ټول پام ورټول کړي.
ښاغلي ګراهام رسنیو ته ویلي، په جګړه ځپلي افغانستان کې د راتلونکي لپاره مثبتې نښې لیدل کېږي چې ورسره به په سیمه کې د امریکايي سرتېرو شمېر راکم کړای شي.
ګراهام وايي، په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان سکاټ میلر ورته ویلي چې د سرتېرو په کمولو سره به کومه ستونزه رامنځته نه شي: (( موږ که له ۱۲ زرو څخه خپل سرتېري کم کړو او صلاحیتونه یې لوړ کړو دا به ډیره ښه نتیجه ورکړي.))
دا په داسې حال کې ده چې لینډسې ګراهام اسلام اباد او کابل ته د سفر په ترڅ کې ویلي وو چې راتلونکي لنډ وخت کې به له افغانستان څخه د یو شمېر امریکايي سرتېرو د وتلو اعلان وشي.