تاند، پنجشنبه، د قوس ۲۸مه: ولسمشر غني وايي، د سولې په اړه یې کلکې هڅې روانې دي، او غواړي د ۴ لسیزو جګړه پای ته ورسوي، خو افغان ځواکونه به د ترهګرۍ پر خلاف جدي مبارزې ته دوام ورکوي.
ولسمشر دا خبرې تېره ورځ په ارګ کې د اسټرالیا له ګورنر جنرال ډیویډ هارلي سره په لیدنه کې کړې دي.
ولسمشر د افغان د ملاتړ له امله د اسټرالیا د حکومت مننه کړې او زیاته کړې یې ده چې د سولې هڅې یوازې تر افغانستان محدودې نه دي، بلکې دا پراخ سیمه ییز اړخونه هم لري، ځکه طالابن له هېواده بهر پټنځایونه لري او له نورو ترهګرو او قاچاقبرو ډلو سره یې د اړیکو په اړه اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي.
ولسمشر محمد اشرف غني زیاته کړې، ترهګر د افغانستان او متحدینو لپاره یې ګډ ګواښ دی او افغان ځواکونه یې پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکوي.
په همدې حال کې د اسټرالیا ګورنر جنرال ولسمشر ته ډاډ ورکړی چې هېواد به یې له افغانستان سره د معدنونو په استخراج، زده کړو او د اوبو د تنظیم په برخه کې د تجربو شریکولو تر څنګ خپله برخه مرسته وکړي.