تاند، پنجشنبه، د قوس ۲۸مه: یو شمېر هغه سیاستوال چې له خلیلزاد سره یې تازه لیدنې کړې دي، وايي، خلیلزاد په دې باور دی چې د کرسمس په ورځو یعني راتلونکې اوونۍ کې به له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک شي.

یوه سرچینه د نوم نه ښودلو په شرط وایي، خلیلزاد افغان سیاستوالو ته وویل چې له طالبانو سره د سولې په خبرو کې ټول مسایل حل شوي دي او راتلونکې اوونۍ یې د لاسلیکېدو امکان شته، خو دا مراسم له دې کبله ځنډېدلی هم شي چې طالبان له افغان حکومت سره اوربند نه کوي.

د سرچینې په وینا، طالبانو خلیلزاد ته ویلي، له امریکایانو سره به اوربند کوي او په هغو سیمو کې چې د دوی اډې دي، بریدونه به نه ورباندې ترسره کوي، خو له افغان حکومت سره اوربند نه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وايي، اوربند باید له دوی سره هم وشي ګني کابل له طالبانو سره د سولې خبرو ته نه ځي.

5 thoughts on “د سولې هوکړه نږدې، خو طالبان یوازې امریکا سره اوربند کول غواړي”
  1. لعنت دي وي پر داسی طالب چي خپل هيواد ورانوي اؤ خپل ورور وژنی او کافر ته وايي آزاد ګرزه ددوي جهاد څه شه

  2. اوس هم جنګ خو د امریکایانو ناټویانوضد نه دی، نه دهغوی جهادي کرایي جاسوسانو پر ضد.عربي سپیتوب تنها وتنها د افغان ملي ګټو پر ضد روان دی

  3. دې خیرنو او سپږنو ته ګوره وایي د خپل ورور سره اوربند نه کوو خو د ښځو د یارانو سره هرې معاملې ته تیار یو. اوس که افغان ملت په رښتیا غیرت، پښتو، همت، او میړانه لري باید ددې وحشي، جاهلو او غلامو سپو سره نه خبرې وکړي او نه یې یوه غوښتنه ومني مګر د لیونیو پمنو سپو غوندې ووژني. لعنت دې په داسې افغان وي چې ځانته مسلمان هم وايی خو د جهالت او غلامۍ نه په هیڅ ډول لاس نه اخلي.

  4. ګورئ، هغه چې پر تالب باورکوي او د تالب پر خبرو ځان ته جنت ويني، په والله کې يا وطن جوړ کړ يايي جنت جای سي، تالب غلام وو او غلام ده، دا خپله افغانانو ته توهین ده چې يو مسلمان ملت سره جنګ کوي او د کفر سره سوله، او دا شرميدلي اوس دومره اسمان ته ګوري چې هم يي د ښځې ميړه افغانستان کې ميلمه وو او هم يې امريکا ته لاره ورکړه او اوس بيا دا جنګ پر افغانانو تپي.

  5. دطالب جان سترګى جار شى ،مونګ ترى آبادى نه غواړو ، د روسانو تالي ځټى او پاتى شونى او د امريکى تالى ځى او غلامان راته د غم په ټغر کينوى او د اولادونو سخه يى ګدايګر جوړ کړى ، بىا به مى ذړه پرى يخ شى

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *