تاند، جمعه، د قوس ۲۹مه: نن مازیګر د ریښتر په کچه ۶ اعشاریه ۴ درجې زلزلې له افغانستانه نیولې د هندوستان تر نوي ډیلي پورې سیمه ولړزوله.

د بدخشان د جرم ولسوال وايي چې تراوسه پورې د ۲۰ کورونو د زیانمن کېدو خبر وررسېدلی دی خو سیمه ډېره لېرې ده او کره معلومات ترې په اسانه او ژر نه شي ترلاسه کېدای.

د امریکا د جیالوجیکي سروې ادارې د زلزلې اصلي مرکز د بدخشان ولایت د جرم ولسوالي د جنوب لوېدیځ په ۵۰ کیلومترۍ کې ښودلی دی او ویل شوي چې ژوروالی یې له ۱۹۰  تر ۲۱۰ کېلو مترو پورې لاندې و.

د دې زلزلې ټکان په افغانستان او پاکستان کې ۶ اعشاریه ۴ درجې اټکل شوي، خو په هند کې یې بیا اندازه ۶ اعشاریه ۳ درجې ښودل شوې ده.

د افغانستان په هندوکش غرونو کې د زلزلې ټکانونه کله کله احساسېږي، خو د نننۍ زلزلې د تلفاتو او زیانونو راپور لا تر اوسه له هیڅ سیمې څخه نه دی ورکول شوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *