ليکنه او ترتيب:

نګين کرګر اوحامد فايق, ایډیت: سيف خوستی   

د کيمياوي وسلو د پرمختګ، توليد او ذخيرې د مخنيوي د تړون پر اساس چې د (کيمياوي وسلو تړون) يې بولي؛ کيمياوي وسلې په دريو برخو ويشي.

۱.  ټول هغه زهري کيمياوي توکي او له هغه څخه لاسته راغلي مرکبات چې دا نسانانو او حيواناتو د مرګ، نیمګړتیا(معيوبيت) او اوږد مهالي ټپ سبب ګرځي؛ کيمياوي وسلې بلل کيږي. خو پرته له  هغو موادو يا وسلو څخه چې د لاندې موخو لپاره کاريږي: 

د سولييزو موخو لپاره. 

د کيمياوي توکو د ساتنې په موخه.

د نظامي او دفاعي موخو لپاره ( په جګړه کې يې کارول منع دی).

د قانون د پلي کولو په موخه.

 په هېوادونو کې د کورنیو شخړو د هوارولو په موخه

۲. ټول هغه مهمات او وسایل چې د زهري کيمياوي موادو د خپرولو په موخه ډيزاين شوي وي لکه: هاوان، توپونه، ميزايل، بمونه، ماينونه، ټانګونه او… کيمياوي وسلې بلل کیږي.

۳. ټول هغه آلات او مهمات چې پورته یادې شوې ځانګړنې ولري او د برید(تعرض) يا ساتنې (دفاعې) موخو لپاره کاريږي؛ د کيمياوي وسلو په نامه ياديږي.

د کيمياوي وسلو زهري جوړښت په حقيقت کې د هغه له جوړیدونکو توکو او لاملونو څخه مینځته راځي. دا په پنځو برخو ویشل شوي دي:

۱. ساه بندوونکي عــوامل : چې د ساه (تنفس) پر وخت سږو ته داخليږي او انسان له منځه وړي.

۲. سـوځـوونکي عوامـــل : يو ډول غوړ مواد دي چې د پوستکي او سترګو د سوځېدو سبب کيږي.

۳. د وينې عوامــل : په عامه توګه د ساه له لارې وينې ته داخليږي او د وينې د اکسېجن داستعمال وړتيا له منځه وړي او دانسان د مړه کیدو لامل کيږي.

۴. عصـبي عوامــل : چې د ساه (تنفس) په وخت کې د پوزې له لارې سږو ته او د پوستکي له لارې بدن ته داخليږي. دا بیا د عصبي حجرو پر کار (فعاليت) او د حجرو د نښلېدو پر تارونو برید کوي او په پايله کې په انسان عصبي حمله راځي. انسان خپل ذهني توازن له لاسه ورکوي، عضلات يې شل (فلج) کيږي او زړه یې دريږي.

۵. د ګــډوډيو د کــنټرول عوامــل: دا عموما اوښکې بهوونکي ګازونه او د مرچو سپرې وي. دا کيمياوي مواد د پوزې، پوستکي او سترګو له لارې جذبيږي او د اوښکو بهېدو او استفراق لامل کيږي. ددې موادو کارول د کيمياوي موادو د تړون پر بنسټ غير قانوني دي، خو د قانون د پلي کیدو او ټینګښت لپاره يې کارول جايز دي.

مخـــينه (تاريخــچه):

په ۱۶۷۵زيږديز کال کې د (سټراس برګ) تړون لومړنی تړون و چې، د هغه پر بنسټ د کيمياوي وسلو پر کارولو بنديز ولګید خو دا تړون یواځې د ذهري مرميو د کارولو تر کچې و.

په ۱۸۹۹ زيږديز کال کې د (هاګ) کانفرانس دائر شو چې، ۲۶ هيوادونه یې ګډونوال وو. د کانفرانس په پای کې د ګډې اعلاميې په صادرولو سره، په خفه کوونکو او د مضرو ګازونو پر کارولو بنديز ولګېد او د کيمياوي وسلو اړوند پکې ډېر ټینګار شوی و.

له دې اعلاميې وروسته په ۱۹۱۹ زيږديږيز کال کې لومړنی تړون د (ورسايل تړون) و چې د کيمياوي وسلو پر جوړولو (توليد) او واردولو څرخېده. خو يواځې جرمني هيواد دې تړون ته ژمن پاتې شو. داسې چې:

(د ټولو زهري او خفه کوونکي ګازونو، يوه اندازه مايعات، آلاتو توليد او واردات په جدي توګه غيرقانوني وګرځول شول.)

(ورسايل تړون) ددې لامل شو چې لومړنۍ نړيواله جګړه چې د جرمني په ګډون ۲۸ هيوادنه پکې ښکېل وو، پاي ته ورسيږي.

په ۱۹۲۵زيږديز کال کې په سمه مانا د کيمياوي وسلو د مخنيوي په موخه يو څو اړخيز نړيوال تړون رامنځته شو چې، د (جنيوا تړون) يې بولي.

د (جنيوا تړون) د (هاګ کانفرانس) په پرتله ډېر ستر و. ځکه د (جنيوا تړون) کابو د ۱۴۰ هيوادونو استازو لاسليک کړ او دوی ټولو د کيمياوي وسلو کارول منع و ګرځول.

د جنيوا او هاګ تړونونو ډېر ټینګار د کيمياوي وسلو پر نه کارولو و. خو د (ورسايل تړون) یواځې د کيمياوي وسلو پر توليد، کارولو او واردولو په اړه بنديزونه وضع کړل خو دا یواځې تر جرمني محدود شول.

په ۱۹۹۷زيږديز کال کې يو بل تړون د (کيمياوي وسلو تړون) په نامه را مینځته شو چې د هغه پر بنسټ د کيمياوي وسلو توليد، پرمختګ، ساتل (ذخيره کول) او کارول بند کړای شول.

دا تړون نږدې د نړۍ ۱۹۲ هيوادونو چې د نړۍ ۹۸سلنه نفوس تشکيلوي؛ لاسليک کړ. خو اسرائيلو، مصر،شمالي کوريا او جنوبي سوډان دا تړون له لاسليکولو وروسته تصويب نکړ.

د کيمــياوي وســلو کارول:

په ۱۹۸۰زيږديز کال کې عراق په (اير الف) ښار کيمياوي وسلې وکارولې. د سي آی اې د راپور پر بنسټ عراق کابو ۱۰۰۰۰۰ جنګي کيمياوي وسلې په ايران استعمال کړې.

عراق په ۱۹۲۵زيږديز کال کې د (جنيوا تړون) غړی و خو ددې سربېره يې دا کار وکړ. دا له نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه وه.

صدام حسين په ۱۹۸۸م په (حلبيه) ښار کې په کردانو هم کيمياوي وسلې استعمال کړې چې، په يوه ورځ يې ۵۰۰۰ تنه ووژل. د هغو وسلو د کارولو له کبله تر اوسه کابو ۱۲۰۰۰ تنو خپل ژوند بایللی دی.

تر ټولو ډيرې کيمياوي وسلې په لومړنۍ نړيواله جکړه کې جرمني د ۱۹۱۵زيږديز کلونو ترمنځ وکارولې. دې وسلو ۱.۳ ميليونه انساني زیان درلود چې ۹۰۰۰۰ تنه يې له بلجيم څخه وو. 

(د کيمياوي وســلو تړون اغــېزې او نظامي پرمخــتګونه:

د (کيمياوي وسلو تړون) يا Chemical Weapons Convention   يو بشپړاو ځانګړی تړون دی چې، د کيمياوي وسلو له ژورې څېړنې وروسته يې د هغه د پرمختګ او توليد په برخه کې ځانګړي معيارونه او شرایط وضع کړل. دا هغه څه وو چې د جنيوا په تړون کې نه وو.  دا ددې لامل شول چې په ډېره کمه کچه هيوادونه ددې تړون برخه شي.

د کيمياوي وسلو تړون يا CWC په هاګ او هالنډ کې د کيمياوي وسلو د بندولو لپاره د څار يوه اداره جوړه کړه. دا د OPWC يا ( د کيمياوي وسلو د بنديز اداره) نوميده. 

د پايلو له راټولونې، ارزونې او څېړلو وروسته، کيمياوي وسلو د ټولو هېوادونو لپاره یو ناسم او منفي انځور وړاندې کړ. هماغه وو چې بيا هېڅ کوم هيواد د کيمياوي وسلو کارولو ته زړه ښه نکړ. هغوي ددې پرځای د عادي وسلو کارول غوره وګڼل.

د کيمياوي وسلو سټراتيژيک ارزښت د عادي وسلو په پرتله محدود دی. ځکه عادي وسلو اوس ډېر پرمختګ کړی. هغه پايلې او اغېز چې عادي وسلې لري؛ کيمياوي وسلې يې نلري.

اوس نظامي ځواکونو ته د کيمياوي وسلو په اړه پوره زده کړې ورکړل شوي، ترڅو دهغه له ناوړه اغېزو ځان وساتي. له همدې کبله کيمياوي وسلې یواځې عام ولسي وګړي ځپي او دا کار په نړيوالو قوانينو کې جنګي جنايت دی. (جنيوا ـ څلورم کانفرانس).

د ولسي وګړو د خونديتوب په موخه د (جنيوا څلورم کانفرانس) په ۱۹۴۹زيږديز کال د اګست په ۱۲مه نېټه دائرشو. ددې کنفرانس ۱۴۷م بند، د هغه چا په اړه ترټولو سخت او خطرناک دی چې، د انساني خونديتوب د يو ځانګړي تړون په شتون کې له لاندې تورونو په یو تورن شي:

قصدي وژنه، شکنجه يا غيرانساني کړنه، د بيولوژيکي تجربو په ګډون چې د انسان روغتيا او بدني حالت ګواښي، غيرقانوني تبعيدول يا د آزاد شخص غيرقانوني زنداني کول، د يو آزاد شخص اړ کول ترڅو ددښمن په وړاندې يې د قوې په توګه استعمال کړي، يو آزاد شخص په قصدي توګه د هغه له اساسي حقونو څخه محرومول، له هغو حقونو څخه چې په تړون کې ورته ټاکل شويدي، د هغوی يرغمل کول، د ملکيت غصب او دهغه ویجاړول، مګر هغه چې د نظامي اړتياوو يا عدلي قضاياوو پربنسټ ترسره کيږي؛ پکې شامل نه دي.

د کيمياوي وســلو د تخــريب اړوند:

د کيمياوي وسلو تړون يا CWC  بيانوي چې غړي هيوادونه بايد د کيمياوي وسلو د تخريب لپاره منظم پلان جوړ کړي. همدارنګه ددې وسلو د له منځه وړولو په اړه ورته ضرب الاجل ټاکل کيږي. دا ضرب الاجل د CWC  له لاسليک وروسته پيل شوی (۲۹م د اپرېل ۱۹۹۷ زيږديز) چې عمومأ په درو برخو او څلوروبندونو وېشل شوی.

په (۲۰۱۲زيږديږ کال د اپرېل مياشت) کې  CWC د ټولو کيمياوي وسلو او زېرمو د له منځه وړلو ضرب الاجل نهايي کړ. ځينې هيوادونو چې کيمياوي وسلې یې درلودې، نه شول کولای چې ډيره اندازه کيمياوي وسله په ټاکل شوي موده کې له منځه يوسي.

د ۲۰۱۶ زيږديز کال د نومبر د مياشتې د راپور پر اساس اوس هم د CWC  پنځه غړي هيوادونه شته چې، کيمياوي وسلې لري. دا پنځه هېوادونه روسيه، امريکا، عراق، لېبيا او سوريا دي.

د ضرب الاجـل له پای ته رسیدو ورســته ولې ځينو هېوادونو خپلې کيمياوي وســلې له منځـه ندي وړي؟

ددې کار بنسټیز لاملونه چاپېريال او انسان ته هغه احتمالي ګواښونه دي چې، د کيمياوي وسلو د له منځه وړو په وخت کې رامنځته کيږي. په يوه وخت کې زیاته کيمياوي وسله له منځه وړل ډېر وخت ته اړتيا لري. په عراق، لېبيا او سوريه کې د امنيتي ستونزو له کبله د کيمياوي وسلو د زېرمو له منځه وړل له خنډ سره مخ دي.

کيمـياوي وســلې څه ډول له مــنځه وړل کيږي؟

د کيمياوي وسلو د جوړولو مرکزونه او زېرمې له استوګنيزو ودانيو لېرې وي. کله چې کیماوي وسلې له مینځه وړل کیږي نو؛ د عامو خلکو د اوسیدو ځایونو ته یې نږدې له مینځه نه وړي. ځکه چې کيمياوي وسلې هستوي ضايعات لري

د کيمياوي وسلو د له منځه وړلو اساسي لاره د هغو سوځول دي چې دا کار په ډېره ستره تودوخه کې کیږي.

بله لاره يې د هايدروليز عمليه ده چې، کيمياوي عوامول له اوبو سره يوځای کيږي او په پايله کې کيماوي مواد خپل پوټانشيل له لاسه ورکوي.

په افغانســتان کې ځينې پېښــې:

له اپرېل ۲۰۰۹ نه تر اګست ۲۰۱۰ پورې په افغانستان کې د نجونو د مسمومولو ۲۰ پېښې ثبت شوي دي چې، لامل یې د ذهري کيمياوي توکو کارول وو. په دغه ډول پېښو کې څوک مړه نه دي. خو کابو ۶۳۶ ماشومان او ۳۶ ښوونکي ناروغه شویدي چې ځينې یې ډېر جدي وو. په دغو پېښو کې د طالبانو لاس و او موخه يې هغه نجونې وې چې ښوونځی ته ځي.

له مارچ ۲۰۱۲ نه تر اپرېل ۲۰۱۳ پورې په پوليسو او عامو خلکو د مسموميت ۹ نورې پېښې ثبت شوي دي چې، له مسموميت وروسته وسله وال بريدونه هم کړی دي. ۵۳ تنه يې وژلي او له ۴۰ ډېر يې ټپيان کړيدي.

له اپرېل ۲۰۱۲ نه ترجولای ۲۰۱۲ پورې يواځې په تخار ولايت کې د نجونو په ښوونځيو کې د مسموميت ۱۶ پېښې شوي دي چې ډېرې يې په اوبو کې د ذهري کيمياوي توکو ګډول وو. دې پېښو نږدې ۱۳۵۵ زده کوونکي او ۲۸ ښوونکي او کارکوونکي ناروغان کړل.

له اپرېل ۲۰۱۳ نه تر جون ۲۰۱۳ پورې د نجونو په ښوونځيو ۷ نورې پېښې هم ثبت شویدي چې، په ښکاره توګه کيمياوي ګازونه پکې کارول شوي او په پایله کې يې ډېرو نجونو خپل ژوند بایللی او تقريبأ ۵۶۹ تنه ټپيان شول.

د افغانستان په بېلا بېلو ولايتونو کې د ورته پېښو جزيات په لاندې جدولونو کې ورکړل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *