جمعه 29/9/1398
د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ ولسوال فضل الرحمن(نظروال) چې له امنيتي ځواکونو سره يې د وسله والو د ځپلو په موخه پيل شويو چاڼيزو عملياتو کې د اتلو امنيتي سرتيرو ترڅنګ حضور درلود، نن له غرمي وروسته د يادي ولسوالۍ
اړوند په رامک سيمه کې وسله والو سره  رامنځته شوي نښته کې پر پښه ټپي شو.
ښاغلى نظروال دمګړۍ تر درملني لاندي دى او روغتيايې وضعيت يې د ډاډ وړ دى.
په رامنځته شوي نښته کې دري (3) تنه طالب وسله وال هم وژل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ