ازاد خبریال: خالد اتل (جلال اباد): د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې سیمه ییز مشران او ځايي خلک وايي په ولسوالۍ کې یې آن مړو ته کفن هم نه موندل کېږي.
طالبانو دا ولسوالي له نژدې اتو کلونو راهیسې محاصره کړې او نژدې اووه کاله کېږي چې طالبانو یې د ولسوالۍ بازار تړلی دی.
طالبان وايي بازار یې ځکه تړلی چې غواړي په دې ډول پر حکومتي ځواکونو فشار رواړي.
طالبان ادعا کوي که د ولسوالۍ بازار پرانیستی وي، امنیتي ځواکونه پکې سودا او د اړتیا وړ نور خوراکي توکي اخلي.
د حصارک قومي مشر نعیم جبارخیل وايي «په حصارک ولسوالۍ د بازار ټول دوکانونه طالبانو له اوو کلونو راهیسې تړلي، د مړیو د کفن لپاره باید خلک جلال اباد او یا هم د شیزادو ولسوالۍ ته ولاړ شي.»
ماینونه
حصارک له جلاباده نژدې ۸۰ کیلیومتره لرې پروت دی او په ځینو لویو لارو کې طالبانو ماینونه هم خښ کړې دي.
د حصارک قومي شورا چې په جلال اباد کې مېشته ده وايي، له حکومته یې څو څو ځلې غوښتنه کړې چې د حصارک ولسونه د طالبانو له محاصرې خلاص کړي، خو وايي په تېرو اتو کلونو کې هیچا د دوی خبرو ته غوږ نه دی نیولی.
د دې شورا په وینا، سروبي، شیزادو او ازرې ولسوالۍ ته ټولې غځېدلې لارې د طالبانو په لاس کې دي او هر ځای تلاشي کوي، آن تر دې چې که یو څوک د خپلې کورنۍ لپاره له جلال اباد ډېره سودا هم وړي، طالبان اجازه نه ورکوي او وايي ښايي تاسې یې سیمه ییزو پولیسو ته ورکړئ.
له کړاوه ډک ژوند
په دې ولسوالۍ کې له اتو کلونو راهیسې حکومتي ځواکونو او سیمه ییزو پولیسو ته خوراکي توکي د هوا له لارې وړل کېږي.
یو موټروان چې د حصارک او جلال اباد ترمنځ موټر چلوي او نه غواړي نوم یې واخیستل شي، وايي طالبان د ولسوالۍ په ډېرو لویو لارو کې ګرځنډه پوستي لري او خلکو ته د تیلیفونو د ګرځولو اجازه هم نه ورکوي.
دا موټر چلونکی وايي، طالبانو په دې ولسوالۍ د مخابراتو ټولې ډانګې سوځولي او خلک خپلو خپلوانو ته د تیلیفونو کولو لپاره جلال اباد او یا هم سروبي ته ځي. هغه وايي، که طالبان د هر چای په جیب کې موبایل پیدا کړي په «کونداغونو یې وهي او موبایل ترې اخلي.»
بل خوا د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل او امنیتي چارواکو ژمنه کړې چې د حصارک ولسوالۍ لپاره یې پلانونه په پام کې نیولي چې خلک پکې عادي ژوند ته ور وګرځي.
خو د نعیم معروف په نوم بل قومي مشر بیا وايي چې حکومتي چارواکو په تېرو لسو کلونو کې بیا بیا دا ډول ژمني کړي خو عمل یې پرې نه دی کړی.
د حکومت دریځ
ښاغلي معروف له حکومته غواړي چې د حصارک پر ولسي خلکو دې رحم وکړل شي او لږ تر لږه عمومي بازار دې ورته پرانیستل شي چې خلک پکې د مړو د کفن په ګډون درمل او خوراکي توکي پیدا کړي.
داسې ویل کېږې چې طالبان په حصارک کې خورا مهم روزنیز ځایونه لري او له همدې وجې نه غواړي په ولسوالۍ کې خلکو ته د تګ راتګ ډېره اجازه ورکړي.
دا د وحشی او د پاکستان پنجابیو قیدانیو ملایانو تربیه ده چی ولسونه ددا ډول بی رحمه تربیه شوو غلامانو ( طالبانو ) په وسیله د هر ډول تکلیفونو سره مخامخ کړی دی او د کابل تش په نامه حکو مت په خړو سترګو ورته ګوری او اقدام نه کوی او ارزو هم نلری دا د امریکا وحشیانه او ظالمانه پلانونه د ولسونو تباهی لپاره د خپلو غلامانو په واسطه عملی کیږی او د امریکا هغه وخت فریبی بابولانو شعارونو لاندی چی مونږ افغان ملت ته د صلحی ، امنیت ، د ښځو ازادی راوستلو، دافغان ملت ابرومندانه ژوند شرائيطو برابرولو او دتروریستانو له مینځه وړلو لپاره افغانستان ته داخلیږو او ۱۸ کالونو څخه زیات وخت موده کښي برخلاف ددوی فریبی شعارونو ملت باندی رنګارنګی بمباردمانونه شروع او دامریکا له خوا انتخاب شوی تش په نامه افغان حکومتونه ئی هم په ملت خوشی کړل او هر افغان په ملی جامو کښي د طالب تر نام لاندی وژل کیده او دا اوس هم په شدت سره دوام لری او د امریکا تر پروګرام لاندی د ډالرو په واسطه اود جنایتکاره چتلستان ( تش د فریبی تر نامه لاندی پاکستان ) د پنجابی قیدانی ملایانو له خوا تربیه شوی طالبان ( پنجابی بچیان ) ئي بیا سره راټول او په ملت ئي خوشی کړی دی ، ملت اوس ددی درو خوا څخه د ظالمانه شرائطو لاندی د فوق العاده تباهی سره مخامخ کړۍ دی او پنجابی بچیان دومره وحشی او ظالمان دی چی په کلیو کښي محدود دوکانونه هم پری تړلی دی او اوس حتی ددوی له خوا شهید شوو افغانانو ته کفن نلری ! اوس امریکا کښي وحشی رئيس جمهور ترمپ علنی دوامداره تکراروی چی امریکا ته ددوی ګټی مهمی دی او افغانستان ملت مونږ ته بی تفاوته دی او اوس غواړی چی د کابل قاتلانو ، چورکوونکیو اوتربیه شوو سره دا تربیه شوی پنجابی بچیان د صلحی تر شعار لاندی هم د نورو سره یو ځای کړی او افغان ملت روانه بدبختی ددوی په وسیله وساتی، دا خیټور پنجابی بچیان نه پخوا جنګیدلی دی او نه اوس ملت پخوا د شوروی پر ضد متحد راپورته وو او امریکا او پاکستان د ملت مقاومت پخپلو ایجاد شوو تنظیمونو باندی جهان کښي تبلیغ کړ همدا لوبه اوس هم روانه دی یعن د ملت د تامی نارضایتی او خپلی ازادی لپاره راپورته او امریکا بیا دا ملی مقاومت پر پنجابی بچیانو ( طالبانو ) محدودوی!!! امریکا په خپلو خائينو هدفونو لپاره په افغانستان کښي د شورویانو په شان ناکامه دی او د شورویانو څخه به زیاتره په بی شرمانه شکل سره د افغانستان څخه تیښته کوی !!!! ددی به نړۍ شاهده شی