تاند، یکشنبه، د جدي لومړۍ: د طالبانو دوه پخواني چارواکي وایي، راتلونکې اوونۍ به د طالبانو او امریکا د سولې له هوکړې سره سم په ټول هېواد کې سراسري اوربند اعلان شي.

سید اکبر اغا وایي، دا اوربند به لس ورځې وي او د سولې له هوکړې سره سم به پیل شي.

ښاغلی اکبر اغا وایي، طالبانو ته د لس ورځو اوربند د زلمي خلیلزاد لخوا وړاندیز شوی دی او دغې ډلې پرې خپل منځ کې سلا مشورې پیل کړې دي، ځکه چې پخ وینا یې طالبان او امریکا د سولې هوکړې ته بیخي نږدې شوي دي: (( طالبان به په غالب احتمال چې اوربند ومني، دا به د سولې له هوکړې وروسته وي، خو لا یې نهایي پریکړه نه ده کړې))

بلخوا پخوانی طالب چارواکی مولوي قلم الدین هم وایي، چې طالب رهبري اوسمهال د اوربند په اړه خپلو کې بوخته ده او راتلونکې اوونۍ به لس ورځنی اوربند اعلان شي.

دا په داسې حال کې ده چې سرچینو پخوا هم تاند ته ویلي وو چې د قطر دفتر بیا پیل شوي مذاکرات دا ځل د لس ورځني اوربند له غوښتنې سره د سلا مشورو لپاره ځنډول شوي دي.

همداراز تېره ورځ د مولوي شهاب الدین په مشرۍ یو طالب پلاوی هم پاکستان ته د اوربند په اړه سلا مشورو لپاره استول شوی و.

One thought on “طالب سرچینې: راتلونکې اوونۍ به ټول هېواد کې لس ورځنی اوربند اعلان شي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *