د پکتيا د امنيه قومندانۍ مشرتابه ته د ښو کړنو او خدمتونو د تر سره کولو په موخه د عبدالحی ګردېزي فرهنګي ټولنې له لوري ستاينليک ورکړل شو.

پکتيا کې د عبدالحی ګردېزي د ټولنې غړي د پکتيا امنيه قومندان مل پاسوال زلمي اورياخېل خدمتونه او کړنې ستايي، او وايي چې د تېر يو کال را په دېخوا پکتيا کې امنيتي وضيعت ښه شوی، او وايي چې د پوليسو کړنې له ولسي خلکو سره تر پخوا ښې شوې دي چې تر ډېره ځايه خلک هم له امنيتي ځواکونو څخه راضي دي.

که څه هم پکتيا کې امنيتي ځواکونو تر ډېره د تېرکال په اوږدو کې لاره شکوونکي او د غلو ډلې نيولې، او تر قضايه او عدلي ارګانونو رسولې، خو د دې ولايت په عدلي او قضايه ارګانونو کې د پراخ فساد له امله د امنيتي چارواکو لاس ته راوړنې په اوبو لاهو شوې.

پکتيا کې د عبدالحی ګردېزي د ټولنې مشر احسان الله حميدي وويل؛ د امني قومندانۍ کړنې ټولو ته معلومې دي او تر ډېره د پکتيا له اوسني قومندان څخه خلک راضي دي.

حميدي وويل چې اوس په ځينو برخو کې پوليس له رينجر موټرو سره بې پامي کوي او ځينې وخت دولتي موټرو څخه شخصي ګټه اخلي چې له امنيتي چارواکو څخه يي د مخنيوي غوښتنه وکړه.

د جوړې شوې غونډې په ترڅ کې امنيه قومندان مل پاسوال زلمي اورياخېل وويل؛ د دې ولايت په ۱۴ ولسواليو کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ دی، او زياته يي کړه چې د راتلونکو ټاکنو د روڼوالي لپاره به خپلې هڅې وکړي.

اورياخېل وويل: (( په هر قېمت چې وي زموږ امنيتي سرتېري به د ټاکنو په مهال د خلکو امنيت ساتي، او هڅه به وکړي چې په ټولو ولسواليو کې ټاکنې رڼې تر سره شي))

اورياخېل له خلکو غوښتنه وکړه چې د پوليسو د غير قانوني کړنو په اړه له دوئ سره معلومات شريک کړي، او هغه پوليس چې ناوړې کړنې تر سره کوي سزا ورکړي.

که څه هم د امنيتي چارو مسولينو تر خپله وسه د امنيت ډاډمنېدو لپاره منډې ترړې کوي، خو پکتيا کې د ولايتي چارواکو پرلپسې غيرحاضري فساد ته لار پرانيستې او په ځينو ادارو کې د پراخ فساد له امله د ادارو ريسان اوښان په بډه وهي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *