تاثاند، یکشنبه، د جدي لومړۍ: د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، په سږني مالي کال کې یې د تاریخي ابداتو ، اثارو او ځایونو د ترمیم لپاره ۱۶۰ میلیونه افغانۍ بېلې کړې دي.

 د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې حسینه ساپۍ نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، دا پیسې به په هغو پروژو ولګول شي چې د ترمیم لپاره اشد ضرورت ولري.

نوموړې وايي، وزارت یې په ټول هېواد کې نږدې پنځه زره تاریخي ابدات سروې کړې دي چې له دې جملې یې ۱۷۷۷ ابدات د شدیدې اړتیا له مخې د ترمیم په لیست کې شامل کړې دي: (( تر اوسه مو ۸۱۱ ابدات ثبت او لوحې پرې لګولې دي، همدا راز مو ۲۹۶ تاریخي ابدات په اساسي معیارونو ترمیم کړي دي))

په همدې حال کې د یاد وزارت فرهنګي معین محمدرسول باوري وايي، له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې ۲۹۰ تاریخي ابدات ترمیم شوي دي، چې ۱۳۸ یې د انکشافي بودیجې څخه او نور یې د نړیوالو او کورنیو مرستندویانو په پیسو ترمیم شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې پر اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په دې وروستیو کې نیوکې زیاتې شوې وې چې د تاریخي اثارو، ځایونو او ابداتو د ترمیم لپاره هیڅ پام نه لري، خو یاد وزارت به تل د بودیجې د نشتون دلیل وړاندې کاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *