تاند، یکشنبه، د جدي لومړۍ: د ولسمشریزو ټاکنو د لومړنیو پایلو له اعلان وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون اعلان کړی چې د شکایتونو د ثبت وخت ورسره سرله سبا اته بجو څخه پیلېږي چې درې ورځې دوام به وکړي.

یاد کمېسیون وايي، نوماندان او ټاکنیزې ډلې درې ورځې فرصت لري چې خپل شکایتونه ورسره په مرکز او ولایتي دفترونو کې ثبت کړي.

د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون مشرې زهرا بیان شینوارې نن په یو خبري کنفرانس کې وویل، د شکایتونو د ثبت وخت او نېټه د جدي دمیاشتې له دویمې ورځې د سهار له اتو بجو څخه پیلېږي چې درې ورځې دوام به وکړي: (( له ټولو نوماندانو غواړو چې خپل شکایتونه له مکملو اسنادو سره زموږ مرکزي او ولایتي دفترونو ته وسپاري، چې په اړه به یې د دوی پلټنې ۱۵ ورځې دوام وکړي.))

نوموړې وايي، که د دوی تر پلټنو وروسته هم چا شکایت درلود، بیا به درې ورځې شکایتونه ثبتوي او دوی به د پنځلسو نورو ورځو لپاره پلټنې په کې ترسره کوي: (( له ټولو نوماندانو غواړو چې له نتایجو مخکې وړاندوینې ونه کړي، اعلان شوي نتایج لومړني دي او کیدای شي بدلون په کې راشي.))

اغلې شینوارې له ټاکنو کمېسیون هم وغوښتل چې د ټولو محلونو لومړني نتایج ویبپاڼې ته ورسوي تر څو د شکایتونو د پلټنې لپاره ښه زمینه سازي وشي.

په همدې حال کې د شکایتونو کمیسیون د دارالانشا مشر محمد قاسم الیاسي ټینګار وکړ چې د شکایتونو پلټنه او نهایي کول به یې لږ تر لږخ ۳۷ یا هم ۳۹ ورځې ونیسي.
نوموړي زیاته کړه نوماندان باید د شکایتونو په پلټنه کې مرسته ورسره وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمیسیون نن لومړنیو پایلو په اعلان سره محمد اشرف غني د ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه رایو په ترلاسه کولو بریالی اعلان کړ.

د هغه سرسخت رقیب عبدالله عبدالله بیا ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه رایې ګټلې دي چې نوموړي د دغو پایلو له منلو انکار کړی دی.

خو یوناما او په کابل کې د امریکا سفارت د نننیو پایلو هرکلی کړی دی.

One thought on “د شکایتونو کمېسیون: سبا د شکایتونو ثبت پیلوو، شاید پایلو کې بدلون هم راشي”
  1. پدې اساس تر پسرلیه به منتظر شو چې یو میلیون استعمال شوې رایې د شکایاتو د کمیسیون له خوا له سره وکتل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *