تاند، یکشنبه، د جدي لومړۍ: د پښتون ژغورنې غورځنګ دریو مشرانو علي وزیر او محسن داوړ او منظور پښتون محمد اشرف غني ته په ولسمشريزو ټاکنو کې د دویم ځل بریا مبارکي ویلې خو پاکستانی خبریال حامد میر په دژ بریا خپګان ښکاره کړی دی.
د کوزې پښتونخوا ملتپال مشر علي وزیر پر ټویټر لیکلي، دوکتور محمد اشرف غني ته په ټاکنو کې د دویم ځل بریا او ولسمشرۍ ترلاسه کولو مبارکي وایم.
د علي وزیر تر څنګ بل پښتونپال مشر محسن داوړ بیا لیکلي، هیله من دی چې ولسمشر غني به افغانستان بیا د سیالانو سیال کړي:(( د تاریخي هېواد افغانستان ولس مشر ډاکټر اشرف غني صېب ته په دویم ځل د ولسمشرۍ ټاکنو کې په بریا د زړه له تله مبارکي وایم، خدای(ج) دې وکړي چې ګران ولسمشر افغانستان د نړۍ د پرمختللیو هېوادونو سره، په سیاسي، اقتصادي او دفاعي حواله سیال کړي.))
په همدې حال کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ سرمشر منظور پښتون هم پر خپله فیسبوک پاڼه ژوندۍ ویډیو کې د ولسمشر غني له بیا ځلي بریا سره په افغانستان کې د سول د راتلو دعا کړې ده.
خو د آی ایس آی لخوا په روزل کېدو تورن مشر پاکستانی خبریال او سیاسي شنونکی حامد میر بیا د اشرف غني او امرالله صالح د ټیم بریا خپه کړی دی.
نوموړي په خپله ټویټر پاڼه لیکلي: (( غني او صالح په افغانستان کې هیڅ حیثیت نه لري، دوی د خپلو بهرنیو بادارانو ګوډاګیان دي او هر هغه څه به ترسره کړي چې د افغانانو باور پرې مات کړي.))
دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشر غني په اړه پاکستاني حکومت په وار وار د بیا بریا له کبله اندېښنه ښودلې ده.
ویل کیږي عمران خان د طالبانو له لیارې د مؤقت حکومت د جوړولو ډیره هڅه وکړه تر څو غني له صحنې څخه وباسي چې وسه یې ونه رسېدله.
سلامونه،
د ډ.ساب غنی او د دولت جوړوونکي ټیم بریا چې په اصل کې د اکثریت غریبانو، ښځو او ځوانانو ګټل دي ، مبارکي وایم.
بیا د پشتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پشتین ، او مشرانو وزیر علي صیب ،محسن دوړ ساب او نورو څخه مڼنه ،او خدای دې وکړي چې د تش په نامه تورې کرښې اغزن سیم او دیوالونه وران کړل شي او لراوبر یو ولس بې له ویزې میزې خپلو آزادو قبایلو کښې تګ راتګ وکړي.
راغلو د هامد میر بد نیت ته ! ده غوندې آی-ایس ایګانو! خو دا ۲۸ کاله ( له ۱۹۹۲ ) تر اوسه هاغه کرغیړنې څېرې د افغانستان په حکومت وتپلې چې ټول ولس ېې په لمبو کې تر اوسه سوزي او لا هم غواړي چې د طالب په لوټه د جبلسراج شرموونکې الاینس سره سنټرل ایشیا ته پاپړ او ګل-شالی ورسوي او غني هم ښه پیژني چې سنګاپور، چاینا، مالیشیا او داسې نورو ماتیدونکو دولتونو ته ېې کارونه کړي او د افغانستان جوړولو برنامې هم لري نو ، دا دي اسلامي -ګاوڼډي ایتسترا پنجابستانیان…
و السلام علی من اتبع الهدی!
د حامد میر په دې احساساتي ټویټ په تبصرو کې د افغانستان د خلکو سربېره په یاد هېواد کې پښتنو هم بیلابیلې تندې نیوکې کړي دي چې نوموړی یې په یاد ټویټ بېرته پښېمانه کړی دی.
سیاسي شنوونکی حامد میر چې په پاکستان او نورو سیمو کې د ای ایس ای له لورې روزل شوی استخباراتي شخص بلل کېږي چې له مودو راهیسې د یوه خبریال په نوم خپلې استخباراتي چارې پر مخ وړلې.
د محمد اشرف غني تر بریا وروسته په یاد هېواد کې سیاسي شنووکي سخت وارخطا دي دوی د ټلویزیونونو له لارې سخت جنجالي بحثونه پیل کړي دي دوی د غني تېره پنځه کلنه دوره ګټوره نه بولي او وایي، چې د پاکستان اقتصاد یې له سقوط سره مخ کړی وو.
یادو سیاسیونو د هر اړخیزه بحثونو کولو وروسته دا ومنله چې د ولسمشر غني بیا واک ته رسېدل، د پاکستان په تاوان دی او وایي، چې یاد هېواد به په راتلونکو پنځو کلونو کې له سختو بنیادي مشکلاتو سره مخ کړي .
په بحث کې یادو تقاوعد شویو پوځي جنرالانو د افغانستان په ټاکنو کمیسیون هم تور پورې کړ چې ګواکې عبدالله عبدالله په سږنیو ټاکنو کې ګټونکی دی، خو د کمیسیون له لورې ورسره درغلي شوې ده او غني یې بریالی اعلان کړ.
دغو شنوونکو د ولسمشر محمد اشرف غني تېر حکومت ته په اشارې سره وویل، د پاکستان په تجارتي بندرونو لکه کراچۍ، تکیه کمه شوې ده او د افغانستان ټول پام هوایي دهلیزونو او چابهار بندر ته اوښتی دی چې په دې توګه پاکستان له ستر تاوان سره مخ شوی دی.
د یادولو ده چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم د ټاکنو پر مهال پوره پوره هڅه وکړه څو افغان ولسمشر له صحنې وباسي، خو وسه یې ونه رسېدله چې په مقابل کې غني لاهم بیرته خپل جمهوریت قوي کړ.