تاند، دوشنبه، د جدي ۲مه: د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په یوه اعلامیه کې ویلي، یو امریکايي سرتېری یې تازه په افغانستان کې د دندې پر مهال وژل شوی دی.
د ناټو لخوا نن دوشنبه په خپره شوې دغه خبرپاڼه کې راغلي، یاد سرتېری د نظامي عملیاتو پر مهال په افغانستان کې وژل شوی، خو پهاړه یې نور جزیات نه دي خپاره شوي.
اعلامیه وايي، د امریکا د دفاع وزارت د پالېسۍ له مخې به د دغه سرتېري هویت او نوم په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې خپور کړی.
په همدې حال کې طالبانو بیا ادعا کړې ده چې تېره شپه یې د کندوز په چهاردره ولسوالۍ کې د سفربای په سیمه کې پر امریکايي او افغان ځواکونو چاودنه کړې چې په ترڅ کې یې یو امریکايي سرتېری وژل شوی او دوه نور سرتېري یې د یو افغان کومانډو په شمول ژوبل شوی دی.
خو د ۲۱۷ پامیر قول اردو بیا په دغه پېښه کې د افغان ځواکونو تلفات ردوي.