تاند، دوشنبه، د جدي ۲مه: د جاپان حکومت وايي، د خپل هېواد مهمه (پر ګلابو د راختونکي لمر) جایزه به په افغانستان کې د وژل شوي ډاکټر تیتسو ناکامورا په نوم کړي.
د جاپان د حکومتي کابینې منشي یوشیحید سوګاپه دې اړه یو خبري کنفرانس ته وویل، د ښاغلي تیتسو ناکامورا کورنۍ ته به د راختونکي لمر جایزه دګلانو له ګیډۍ سره وسپاري او په دې ډول سره به د خپل دغه ۷۳ کلن وژل شوي فزیک پوه د خدمتونو درناوی وکړي.
د جاپان ټایمز د راپور له مخې به د دغه هېواد لومړی وزیر شینزوابې هم راتلونکې جمعه په ځانګړو مراسمو کې د ویاړ سند د هغه کورنۍته وسپاري.
پر ګلابو د راختونکي لمر جایزه په جاپان کې څلورمه ستره جایزه ګڼل کېږي چې په نړیوالو اړیکو کې د بریالیو کسانو لپاره ځانګړې ده.
ناکامورا چې نږدې ۳۰ کاله یې د افغانانو لپاره د اوبو د مهارونې، کرنې او صحت په برخه کې خدمتونه وکړل د روانې دسمبر میاشتې په ۴مه د وسله والو لخوا په ننګرهار کې له خپلو پنځو افغان همکارانو سره ووژل شو.
اشرف غني جنت سازه هستۍ ناکامورا ته د افغانستان تذکره ډالۍ کړه د ده د بې بدیله خدمت په ویاړ، خو یووخت د آی ایس آی زاړه جاسوس او بدنام ترهګر غلام رسول سیاف و رباني عربي ابو مارانو او ابولړمانو د افغان وژنې په پار تذکرې ورکړې وې. هرسړی پیدا دی خپل خپل کار لره