تاند، دوشنبه، د جدي ۲مه: دفاع وزارت وايي، د لوګر په محمد اغې ولسوالۍ کې یې د طالبانو پر یوه غونډه هوايي برید کې لږ تر لږه ۷ طالبان وژلي دي.

تاند ته د دفاع وزارت په استولې خبرپاڼه کې راغلي، تېره شپه په محمداغې ولسوالۍ کې د طالبانو یوه غونډه روانه وه چې د افغان هوايي ځواکونو لخوا برید پرې شوی دی.

وزارت وايي، په ترهګرو به تر هغې پورې امنیتي اودفاعي عملیات روان وي چې له جګړې لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *