تاند، دوشنبه، د جدي ۲مه: د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د ولسمشرۍ هغو نوماندانو ته به د بانکي ضمانت پیسې بیرته ورنکړي چې لس سلنه رایې یې نه دي ګټلي.

د میزان د شپږمې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې پرون د ټاکنو د خپلواک کمیسیون لخوا اعلان شوې ، چې ښيی ۱۲ نوماندانو په کې ۱۰ سلنه رایې نه دي پوره کړي.

د دغسې نوماندانو په اړه د ټاکنو قانون وايي، د ولسمشرۍ نوماندان باید یو ملیون افغانۍ تضمین چمتو کړي، خو که په لومړي پړاو کې نوماند ۱۰ سلنه رایې پوره نه کړي د تضمین پیسې نه ورکول کیږي.

اوس مهال د ابتدایي پایلو له مخې د ګلبدین حکمتیار او رحمت الله نبیل په ګډون د ولسمشرۍ ۱۲ نوماندان داسې دي چې رایې یې له ۱۰ سلنې کمې دي چې په اړه یې د کمېسیون چارواکي وايي دغو نوماندانو ته به د بانکي تضمین ضمانت پیسې بیرته ورنکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *