د ښار شور د ډزو په اوازو خاموش شو، خلکو یوې خوا بلې خوا منډې کړې. لس کلن ماشوم خپل هغه لاس ګاډی چې ورباندې یې د یوې نوړۍ ډوډۍ پیداکولو هڅه کوله د سړک څنډې ته ودراوه.
شاته په کتو یې خلک ولیده چې سره راټول دي. زړه یې بریښ وکړ، په منډه یې د خلکو ګڼې ګونې ته ځان ورساوه.
لا د پېښې ځای ته نه و ورښکاره شوی چې یو ګاونډی یې رامخې ته شو، په سر یې ورته لاس کش کړ او ورته یې وویل: پلار دې بچ دی یوازې لږ خوږ شوی.
ماشوم په ژړغوني غږ وویل زما په سر د لاس راښکل په دې مانا چې بې پلاره شوم.
#جلال اباد هدفي وژنې