سید عبدالله پاچا
د استانبول ناسته چې د ترکیه کې جوړه شوې وه، پکې د یو شمېر هېوادونو مشرانو او ځینې سازمانونو استازو ګډون کړی و.
دا د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس یادیږي چې د افغانستان او ترکیې په نوښت جوړ شوی و او دا یې اتمه ناسته وه.
افغان ولسمشر دې کنفرانس ته په وینا کې د اسیايي هېوادونو مشرانو ته وریاده کړه چې افغانستان د وصل نقطه ده او په دې برخه کې چمتو دی چې خپل مسوولیت ادا کړي.
ولسمشر د هېوادونو مشرانو او استازي متوجه کړي چې افغانستان کې د ترهګرۍ ضد مبارزه کولی شي مشترکې پروژې رامنځ ته او ټولو ته اقتصادي ګټې ورسوي او ثبات یې تضمین شي.
افغانستان کې له تيرو څو کلونو راهیسې د جګړې په اور کې سوځوي او د جګړې لامل هم ځینې ګاونډي هېوادونه دي چې ترهګرو ته یې پټنځایونه ورکړي او ترهګر تمویلوي چې د افغانستان یې بې ثباته کړی دی.
له دې اوس هیڅوک سترګې نه شي پټولی چې افغانستان د اسیا زړه دی او کولی شي ټول اسیايي هېوادونه سره ونښلوي او په څلور لارې بدل شي.
تاسو ولیدل چې تېرو کلونو کې د ټاپي پروژې، کاساز او نورې ورته پروژو پرانیسته شوې، لومړني کارونه یې هم شوي، خو دا چې امنیت نشته د ټولو پروژو کارونه ټکني دي.
که دا پروژې بشپړې شي، هغه هېوادونه چې انرژي لري، انرژي او برښنا به یې خرڅه شي او هغه هېوادونه چې دې ته اړتیا لري، ورته به ورسیږي.
ښکاره خبره ده چې د افغانستان ثبات کې د ټولو هېوادونو ګټه ده او که هېوادونه یواځې د ترهګرو د تمویل څخه لاس واخلي افغان ځواکونه د دې وړتیا لري چې دا ترهګرې ډلې یو کال کې له منځه یوسي.
خو دا چې هېوادونه د شومو او ترهګریزو هدافو له مخې ګټې پالي، دا ګټې نه یواځې افغانستان بلکې د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هم ګواښ دی.
د استانبول کنفرانس کې ولسمشر دا ټول چلنجونه او مشترکې ګټې یادې کړي او هغه څه چې اړتیا ده هېوادونو ته مسیج رسیدلی چې افغانستان دې د وصل په نقطه بدل شي چې د ټولو مشترکي ګټې پکې خوندي شي.
د استانبول کنفرانس د اردغان وینا هم ارزښت منده وه، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان افغانستان کې ترهګرۍ ضد او نشه يي توکو سره مبارزه لومړیتوب یاد کړ او دا یې د ټولو هېوادونو مسوولیت وباله چې مرسته او همکاري وکړي.
ترکیه چې د افغانستان نږدې دوست هېواد دی او بیلابیلو برخو کې یې مرستې او همکارۍ کړي، په دې پوهیږي چې د افغانستان ثبات کې دوی هم باثباته کیدلی شي او باید ترهګرۍ ضد مبارزه کې هېوادونه مرسته وکړي.
د اسیا زړه هېوادونو کنفرانس هدف همدا دی چې څنګه کیدلی شي ترهګرۍ ضد او نشه يي توکو سره مبارزه وشي او هغه مشترکات چې هېوادونه یې لري، په مشترکو ګټو بدل کړي چې راتلونکی روښانه شي.