تاند، سه شنبه، د جدي ۳ مه: د هند لومړې وزیر ناریندرا مودي نن غرمه له ولسمشر غني سره تلفوني تماس نیولی او هغه ته یې د ولسمشریزو ټاکنو په لومړیو پایلو کې د بریا مبارکي ویلې ده.
ولسمشر غني پر خپله فیسبوک پاڼه لیکي، ښاغلي مودي ورسره په تلفوني تماس کې ویلي هند د افغانستان د دوست، ګاونډي او د نړۍ د لوی ډیموکراسۍ په توګه د افغانستان د ولسواکۍ هراړخیز ملاتړ او د افغانانو په مالکیت، رهبرۍ او کنټرول د سولې پروسې ملاتړ کوي.
ښاغلي مودي ولسمشر غني ته ویلي، هیواد یې د سولې پروسې ترڅنګ د تروریزم پر ضد د مبارزې په برخه کې هم د افغانستان ترڅنګ ولاړ دی او د ولسواک، پرمختللي او باثباته افغانستان لپاره د هند مرستې او ژمنې پرځای دي.
ولسمشر غني کاږي: ((د افغانستان د حکومت او خلکو په استازیتوب مې د هند لومړي وزیر څخه نه یوازې د ښه ګاونډي او دوست، بلکې د ستراتیژیک ملګري په توګه د هند د همېشني ملاتړ قدرداني وکړه او ورته ومې ویل چې د اساسي قانون تطبیق ته ژمن یوو.))
ښاغلي مودي هند، د ولسمشر غني دویم کور بللی او د سفر بلنه یې ورکړې تر څو د یو لړ سیمه ییزو او نړیوالو مسایلو په اړه له نږدې څخه بحث او خبرې سره وکړي
.
ولسمشر په پای کې د ښاغلي مودي لخوا هند ته د سفر بلنه منلې او ویلي یې دي ژر به دغه هیواد ته سفر وکړي.
هند د افغانستان مهم اقتصادي مرستندوی ملګری یادیږې چې د سولې په پروسه کې د افغان دولت د ملاتړ تر څنګ یې سلګونه زیربنایي پروژې په افغانستان کې پلې کړې دي.