تاند- د اروپا د فضايي تحقیقاتو اداره وايي، ستورموندونکي ټیلسکوپ یې تازه له شمسي نظامه دباندې ۶ سیارې کشف کړي دي.

دوی وايي چې په دې ۶ سیارو کې ۳ یې داسې مهم معلومات لري چې د مځکې په اړه د انسان د معلوماتو له زیاتېدو سره مرسته کولی شي.

په چیلي کې د اروپا د فضايي تحقیقاتو د ادارې ستورموندونکي ټیلسکوپ دا نوي سیارې کشیف کړي او د هغو په اړه معلومات یې په نېچر مجله کې خپاره کړي دي.

د بریتانیا د اوپن پوهنتون (Open University) د نجوم د څانګې رييس کارول هاسول ویلي، له شمسي نظامه دباندې د دغو شپږ تازه موندل شویو ډبرینو سیارېو په اړه تحقیقات مرسته کوي چې انسان د سیارو د جوړښت او تشکیل د څرنګوالي په اړه خپله پوهه زیاته کړي.

دوی وايي چې دا سیارې زموږ له مځکې له ۱۶۰ تر ۴۴۰ نوري کلونو پورې لېرې دي.

د هغوی په منځ کې درې یې، چې مهم معلومات ورڅخه ترلاسه کېدای شي، (DMPP2)، (DMPP-3) او (DMPP-1) نومول شوي دي.

دا سیارې تر مځکې له ۳ تر ۱۰ برابره غټې دي او تر (DMPP-1) ستوري راچورلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *