تاند- انسانان په ژوند کې دروغ وايي خو یوه تازه څېړنه ښيي چې حرفوي دروغ ویونکي له عادي دروغجنانو سره توپیر لري.
د ټیک ایکسپلوریست (techexplorist.com) د راپور له مخې، په دې اړه په استرالیا کې له شوې څېړنې څرګندېږي چې ښځې او نارینه په دروغ ویلو کې له یو بل سره په زړه پورې توپیرونه لري. ښځې تر ډېره د دې لپاره درواغ وايي چې مخاطب یې ښه احساس پیدا کړي خو نارینه عموماً د دې لپاره درواغ وايي چې ځان د مقابل لوري لپاره ښه او غوره وبرېښوي.
په دې څېړنه کې دا هم ویل شوي چې نارینه فکر کوي چې دوی تر ښځو ښه درواغ ویلی شي.
څېړنې دا هم ښودلې چې درواغجن کسان زیاتې خبرې کوي او عموماً غواړي چې په خپله د کورنۍ له غړیو، دوستانو او همکارانو ته مخامخ درواغ ووايي.
دوی ته خوند نه ورکوي چې د مسیج، ایمیل یا لیک له لارې درواغ ووايي بلکې غوره بولي چې په مخامخ خبرو کې درواغ ووايي.
پخوا داسې انګېرل کېده چې خلک د ورخې یو یا دوه درواغه وايي، خو په استرالیا کې دا تازه څېړنه ښيي چې اکثره کسان هره ورځ درواغ نه وايي خو یوه وړه ډله شته، چې حرفوي درواغجنان دي او هره ورځ په ټولنه کې درواغ خپروي.