ليكنه: نگين كرگر
ايديت: سيف خوستی
د سپتمبر له یوولسم نه اووه ورځې وروسته په کال ۲٠٠۱ کې په انتراکس ککړ لیکونه، د پنځو میاشتو په موده کې د امریکا ډیرو میډیا کمپنیو ته ورسیدل. په انتراکس دغو ککړو لیکونو پنځه کسان ووژل اونور ډېر یې ناروغ کړل. له ۲۰۰۱ ـ ۲۰۰۸ کلونو په اوږدو کې، د امریکا په ښارونو کې، د انتراکس بېلابېلې پېښې ثبت شويدي.
د لومړي ځل لپاره، کله چې یو امریکایي فوټوژورنالست په روغتون کې معاینه کړل شو، دا جوته شوه چې هغه د انتراکس په مکروب ککړکړل شویدی.
د امریکا د پوځي څیړنو مرکز دا مالومه کړه چې: په انتراکس د ککړو لیکونو پېښې په قصدي ډول رامینځتهکړل شوي او د تروریزم په موخه ترسره شوي دي.
همدارنګه د اف بي آی یا د امریکا د پولیسو فدرال ادارې، هم ثابته کړه چې: دغه لیکونه د تروریزم په موخه لیږل شوي دي.
د دغو لیکونو تر شا لیکل شوي وو: مرګ په امریکا او اسراییل الله اکبر!
د انتراکس مکروب څه دی؟
د انتراکس باکتریا په خاوره کې موجوده وي. کله چې له دغو خاورو سره کورني څاروي په تماس کې شي، هغوي ته انتقالیږي. بنیادمان بیا هغه وخت پر دغو مکروبونو ککړیږي چې: په انتراکس د اخته څارویو غوښه وخوري. همدارنګه د پوستکي له لارې هم انسان بدن ته داخلیدای شي.
انتراکس په وروسته پاتې هېوادونو کې ډېر دی او په ځانګړي توګه هلته ډېردی چې خپل کورني څاروي نه واکسین کوي. کله چې د انتراکس باکتریا د انسان وجود ته داخله شې، هلتهډېریږي او خپل زهر یا توکسین تولیدوي. دغه باکتریا د پوستکي د ټپونو اوهمدارنګه د تنقسي سیستم له لارېهم وجود ته ننوځي. نښې یې د پوستکي ټپونه، کانګې ، شاک اوپایله یې مرګ دی.
د انسانانو لپاره ددې ناروغۍ د مخنیوي لپاره واکسین شته. دا واکسین ژوندۍ باکتریا نلري خو د واکسین تر کولو وروسته، د پوستکي زخم او حسساسیت رامینځته کولای شې.
دا واکسین زیاتره د پوځي او د باکتریالوژۍ لابراتوارد کارکونکو لپاره وي. کومې کورنۍ چې اهلي څاروي ساتي نو؛ اړینه ده چې خپل څاروي په منظم ډول واکسین کړي، تر څو کورنۍ یې له ناروغیو او د مرګ له خطر وژغورل شي.