تاند، پنجشنبه، د جدي ۵مه: ولسمشر غني نن سهار د یو شمېر پراختیايي پروژو د پرانیستې لپاره بدخشان ته ولاړ.

ارګ وايي، ولسمشر به په بدخشان کې درې مهمې پروژې پرانیزي او له ځايي خلکو ځوانانو، فعالانو مېرمنو او قومي سپین ږیرو سره به هم وویني.

ولسمشر به په بدخشان کې نن د بدخشان- بهارک د ۴۰ کېلو متره سړک، د ۷۶ بستریز روغتون او د فیض اباد د خرقې مبارکې جامع جومات ګټې اخیستنې ته وسپاري.

تاند ته د ارګ د ورکړیو معلوماتو له مخې په لومړۍ پروژه ۶۶ میلیونه ډالر، په دویمه پروژه ۴ میلیونه او ۶۰۰ زره ډالر او په دریمه پروژه ۴ لکه او ۶۱۶۴ زره ډالر لګښت راغلی دی.

ویل کېږي ولسمشر په خپله ټوله ۵ کلنه دوره کې د افغانستان ولایتونو ته نږدې ۱۰۰ سفرونه کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *