تاند- د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی وویل، چین او روسیه په خپل منځ کې د اړیکو د پراختیا او ښه کېدا لپاره د افغانستان او پاکستان د پلان ملاتړ کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویندوی هونګ لي د پنجشنبې په ورځ له خبریالانو سره په خبري غونډه کې د اړیکو د ښه کولو لپاره د افغانستان او پاکستان ارادې ته په اشارې وویل:«دا به د سیمې پر حالاتو مثبت اغېز وکړي.»
د روانې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه د چین، روسیې او پاکستان ترمنځ درې اړخیزې خبرې وشوې. درو هیوادونو د افغانستان حالات په تېره بیا د ۲۰۱۴ کال په پای کې له دغه هیواده د نړیوالو ځواکونو د وتلو په رڼا کې وڅېړل.
دوی د افغانانو په مشرۍ او مالکیت د پخلاینې د بهیر پر ملاتړ ټینګار وکړ او غوښتنه یې وکړه چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د پرمختګ او د اقتصادي ودې لپاره هلوځلو ته دوام ورکړي.
په اسلام اباد کې د چین، روسیې او پاکستان په دوهمه درې اړخیزه غونډه کې درو خواوو په افغانستان کې د شانګهای د همکاریو د ټولنې د رول پر پیاوړتیا موافقه وکړه.
د روسیې او پاکستان پلاوو په ۲۰۱۴ میلادي کال په تیانجین کې د استانبول د پروسې د وزیرانو د غونډې د جوړېدو لپاره د چین د کوربه توب ملاتړ وکړ.
درو خواوو موافقه وکړه چې بله درې اړخیزه غونډه د ۲۰۱۴ میلادي کال په لومړۍ نیمايي کې په مسکو کې جوړه شي.
د افغانستان په اړه د پاکستان، چین او روسیې لومړۍ درې اړخیزه غونډه د سږ کال په اپریل میاشت کې بیجنګ کې جوړه شوې وه.