تاند، پنجشنبه، د جدي ۵مه: د مالیې وزارت د دوه معینیتونو مالي او اداري او عوایدو او ګمرکونو نویو ټاکل شویو معینانو په دندو پیل وکړ.

د مالیې وزارت لخوا تاند ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالحبیب ځدراڼ د مالي او اداري او محمد عیسی قدرت د عوایدو او ګمرکونو د معین په توګه په دندو نوی پیل وکړ.

دا دواړه معینان د ماليې وزارت د سرپرست همایون قومي لخوا تېره ورځ خپلو دندو ته ورپېژندل شوي دي.

تر دې وړاندې ولید تمیم او زاهد همدرد له دغو دواړو معینیتونو څخه استعفاوې ورکړې وې، خو د ماليې وزارت ویاند شمروز خان مسجدي بیا د ولید تمیم په اړه تاند ته وویل چې نوموړی په هند کې د سفیر په توګه مقرر شوی دی او په مالیې وزارت کې یې شپږ میاشتنۍ دنده پای ته رسېدلې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *