تاند، پنجشنبه، د جدي ۵ مه:د ټاکنیزو شکایتونو د ثبت د مودې له پای ته رسېدو سره سم د ولسمشرۍ نوماند رحمت الله نبیل وايي، د میزان د ۶مې ټاکنې له درغلیو ډکې وې او باید چې په دغو ټاکنو کې د تقلب کوونکو لیست خپور شي.

ښاغلي نبیل د ټاکنیزو شکایتونو پر کمېسیون غږ کړی چې رایې دې په شفاف ډول وڅېړي او که داسې وشي، نو ټاکنې به دویم پړاو ته ولاړې شي.

نوموړی وايي، د افغانستان ولسمشریزې ټاکنې د سولې د مذاکراتو تر اثر لاندې دي او هره نتیجه چې په سوله کې راوځي همغسې به کېږي.

ښاغلي نبیل ویلي په ولسمشریزو ټاکنو کې د خلکو د ګډون میزان ټیټ و او دا د افغانستان د ولسواکۍ د راتلونکې لپاره د خطر زنګ وي.

ښاغلی نبیل د ولسمشریزو ټاکنو معترض نوماند دی چې لومړنۍ اعلان شوې پایلې نه مني، په داسې حال کې چې پخپله یې شاوخوا ۳۳ زره رایې ګټلې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *