تاند، پنجشنبه، د جدي ۵مه: دفاع وزارت وايي، په بلخ ولایت کې یې پر پوځیانو د موټر بم چاودنې له امله ۱۰ سرتېرو ژوند بایللی او ۷ نور ژوبل دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان تاند ته وايي، پېښه نن سهار د بلخ ولایت په شمالي برخه کې پنځه بجې د ملي اردو د یو کمپ مخې ته شوې ده.

تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی خو دا په داسې حال کې ده چې پر طالبانو امریکا د ډسمبر له ۱۳مې نېټې راهیسې فشار اچولی چې اوربند او د تاوتریخوالي راکمولو ته غاړه کېږدي ګني د سولې هوکړه به ورسره ونه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *