تاند، پنجشنبه، د جدي ۶مه: ډیلي میل او فرانسوي فیګارو ورځپاڼو خبر ورکړی چې د چین سوسیالیستي رژیم غواړي چې قران او انجیل له سره ولیکي او هغه څه په کې ځای کړي چې د چین د نظام خلاف نه وي.
ډیلي میل د یو چینايي لوړ پوړي چارواکي له قوله لیکلي چې هېواد یې غواړي په دغو دوه کتابونو کې هغه مطالب پرېږدي چې د چین د کمونیست حزب له عقایدو او نظریاتو سره په ټکر کې نه وي.
دغه چارواکي وايي، د دغو دوو کتابونو هغه برخې چې د چین نظام ته مطلوبې نه وي، بیا به یې له سره ولیکي.
بلخوا د فرانسې فیګارو ورځپاڼې هم ویلي چې د چین حکومت، مذهبي مشرانو ته امر کړی دی چې د کمونست ګوند د مشر شیجن پنګ د خوشې مطابق د خپلو دینونو نصوص د چین د سوسیالیستي نظام له غوښتنو سره عیار، بیان او تفسیر کړي.
دغه ورځپاڼه وايي، چین غواړي له خپلو غوښتنو سره سم دینونه عیار کړي او له مذهبي نصوصو څخه افراطي افکارو ته لمسوونکي او بدعت امیزه مسایل وباسي.
دا په داسې حال کې ده چې پر چین تور دی چې د ایغور مسلمانانو د ځورونې په لړ کې یې داسې کمپونه جوړ کړي دي چې میلیونونه مسلمانان په کې په زور له دین څخه اړول کېږي.
داسی معلومیږی چه دغه خبرونه د چین په خلاف همغه د سوړ جنګ تکرار دی چه آمریکا او غرب او دهغوی منطقوی اجنټ دولتونو د وخت شوروی اتحاد په ضد سرته ورساوه اوپه نتیجه کی یی د افغانستان او منطقی مسلمانان د جهاد تر عنوان لاندی د خپلو ستراتژیکو اهدافو د پاره د روسیی په خلاف په شا وټپول اوویی جنګول او روسیه یی په ټوټه کړله ، دا وار همغه لوبه د چین خلاف روانه ده ځکه اوس چین د آمریکا د پاره یو لوی نظامی او اقتصادی رقیب دی داوار امریکا او غربی نړی غواړی چه د مسلمانانو په قربانیو چین د تجزیی سره مخامخ کړی او یا حد اقل امنیت یی خراب کړی او اقتصاد او انکشاف ته یی ضربه ورکړی او په یو داخلی جنګ کی یی راګیر کړی ، په دی لوبه کی امریکا او غرب غواړی یوار بیا د چین او منطقی مسلمانان د خپلو اهدافو د پاره د مواد سوخت په شکل استعمالول کړی ، که چیری آمریکا او غرب دومره د مسلماننانو او اسلام خواخوږی وی نو د فلسطین مستقل دولت دی ومنی او د اسرائیلوظلمونه دی وغندی همدارنگه په میانمار کی یی باید د مسلمانانود قتل عام په موقع خپل غږ پورته کړی وای ، همداسی په یمن کی او په عراق کی ، سوریه او لیبیا کی به یی د مسلمانانو طبیعی زیرمی او د طلا د اسعارو ذخایر نه غلا کولی ، او دغه اسلامی هیوادونه به یی د خاورو سره نه برابرولی نو دغه ناری سوری چه نن سبا د امریکایی او غربی دیپلوماتانو د طرفه د چین خلاف او د چینی ترکستان د مسلمانانوپه طرفداری شروع دی ، دا
دیو بل سوړ جنګ د شروع علایم دی ( د چین خلاف ) اوپه اصطلاح د تمساح د اوښکو مثال لری ، نو ځکه باید مسلمانان د مخکی نه باید بیداره اوسی.
سلام،
عجب؟ د اویغور تورکي الاصله مسلمانانو په حالت یوازې اِردوغان غبرګون وښود مګر پوکستیاني مولی ناګان غلي دي .خو اوس وګورو د ديني کتابونو کې تحریف به د چا له خوا وغندل سي او که د فرانسویانو د کاریکاتور ډرامه به وي؟؟
متقي مسلمانان باید په قرآن کریم کښې د لاسوهنو اجازه ورنکړي
بل مهم دا چې چین ډیر جاینمازونه، تسبیح دانې او … عربستان ا.د.ن ته صادروي ؛ داسې نه شي چې سبا به تحریف سوي کتابونه هم ورسره تیت کړې په ټوله اسلامي نړۍ کې؟؟؟ چې دا آخري آپشن به ېې ډیر خطرناک او له فتنو ډک وي.
و ما علینا الاالبلاغ.
السلام عليکم
که چيرته دوي په ريشتيا د قران تحريف د خپلو ګټو لپاره وکړي نو دوي به دغه کار هيڅکله هم ونشي کړاي .
قران کي الله تعالي چلينج ورکړي چي دوي به هيڅکله هم قران تحريف ونشي کړاي .
( الله فرمايي (انا نحن نزلنا ذکر وانا له لحفظون
ژباړه :مونږ دغه قران نازل کړي او مونږ ددي حفاظت کوو
که چيرته دوي دغه کار شروع کړي نو ددوي دغه کار به د اور سره لوبي کول وي !!!