پامپیو

تاند، جمعه، د جدي ۶مه: واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبر ورکړی دی چې د امریکا حکومت د باندنیو چارو وزارت ته د مایک پومپیو پر ځای د بل کس د ګمارلو او استخدامولو په لټه کې دی.

ورځپاڼه وايي، د ټرمپ ادارې اعلان کړی چې کېدای شي مایک پومپیو د امریکا د سنا جرګې ته نوماند شي چې په هغه صورت کې دوی مجبور دي بل کس د هغه ځای ناستی وټاکي او سر له اوسه د داسې یو کس په لټه کې دي.

ډېر احتمال شته چې د پومپیو پر ځای د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار رابرټ اوبراین، د اقتصاد وزیر سټیون منوچین یا هم په المان کې د امریکا سفیر ریچارډ ګرنل، د پومپیو لومړی مرستیال سټیون بیګن، ایران لپاره د امریکا ځانګړی استازی برایان هوک یا هم سناتور مارکو روبیو او سناتور توماس کوتون د پومپیو ځای ناستی وټاکل شي، خو ورځپاڼه وايي، ټرمپ لا نه پوهېږي چې څه پرېکړه وکړي؟ مګر په دې وروستیو کې ګڼو امریکايي چارواکو د پومپیو د څوکۍ لپاره خپل غوښتنلیکونه سپارلي دي.

په همدې حال کې سرچینې وايي، پومپیو هم لا تر اوسه د سنا جرګې ته د نوماندۍ پرېکړه نه ده کړې، خو لیدل کېږي چې ټرمپ غواړي پومپیو نوماند شي تر څو په سنا مجلس کې د جمهوري خواهانو ځای خالي نه شي.

ټاکل شوې چې پومپيو د ۲۰۲۰ کال د جون تر میاشتې پورې د سنا مجلس لپاره د نوماندنۍ د ثبت نام پروسې له بشپړېدو وړاندې خپله وروستۍ پرېکړه وکړي.
.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *