تاند، شنبه، د جدي ۷مه:په پېښور کې افغان قونسلګري د ځمکې د ملکیت پر سر تر درې میاشتنیو لانجو او مذاکراتو وروسته بېرته پرانیستل شوه.

په پېښور کې د افغانستان قونسلګري د اکتوبر په میاشت کې د افغان مارکیټ پر سر چې د افغانستان د سفارت ملکیت دی، د لانجې له کبله په احتجاجي ډول تړل شوې وه.

پاکستاني پولیسو دغه مارکیټ یو کشمیري ته ورکړی و، د افغان کډوالو دوکانونه یې نړولي وو او د افغانستان بیرغ یې ترې راښکته کړی و.

 اوس د افغان قونسلګرۍ لومړی سکرتر فریدون حیدرخېل وايي، د جمعې له ورځې راهیسې یې فعالیتونه بیرته پیل کړي دي او خلک کولی شي چې د ویزو غوښتنه وکړي.

 دا په داسې حال کې ده چې پاکستان بیا په کابل کې د نومبر له درېمې راهیسې خپل سفارت د قونسلر برخه نه ده فعاله کړې.

پاکستان بیا شکایت درلود چې دپلوماتان یې په ډول ډول ځورول کېږي.

ځواب دلته پرېږدئ